په پکتیکا ولایت کې د شهيدانو او معلولينو پر (۵۰۰) کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۲:۵۵
mmd

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو او د یو خیریه بنسټ په مالي ملاتړ، د یاد ولایت اړوند د شهيدانو او معلولينو پر (۵۰۰) کورنیو باندې خوراکي توکي چې اوړه، وریجې، غوړي او پنځه ډوله نور اړين مواد په کې شامل وو، په منظم ډول ووېشل.

د مرستو د وېش پر مهال د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي وهاج، د یاد خیریه بنسټ له مرستو مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې نور خیریه بنسټونه او مرستندویه مؤسسې هم د ټولنې دې اړمن قشر ته لومړیتوب ورکړي تر څو د هغوی ورځنیو ستونزو ته رسېدګي وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS