د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند له خوا د دغه وزارت په انګړ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یو محراب جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۴:۵۶
mmd

یاد شوی جومات د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د سرپرست الحاج ملا عبدالمجید اخند په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمومنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله په منظورۍ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له بودیجې څخه په دوه پوړونو کې په اته سوه او شپږ ویشت (۸۲۶) متره مربع مساحت کې جوړیږي چې په یو وخت کې به د پنځه سوه اویا (۵۷۰) تنو لمونځ کوونکو ظرفیت ولري. د دغه جومات د جوړولو ټولیز لګښت یوولس میلیونه دوه لکه شپږ ویشت زره درې سوه دوه څلویښت (۱۱۲۲۶۳۴۲) افغانۍ دی چې د پنځو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو په وزارت کې جوړ شوي وو، په هغه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید اخند، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني اماکنو مرستیال محترم شیخ عزیزالرحمن منصور، د شهیدانو او معلولینو چار وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان او د دې وزارت یو شمېر رئیسانو او آمرینو ګډون کړی وو.

په دې مراسمو کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د ویاړ او خوښۍ ځای دی چې د افغانستان د اسلامي امارت ملي بودیجه د بهرنیو هیوادونو له مرستو پرته د ملي عوایدو څخه ترلاسه کیږي، نوموړي د هېواد په ګوټ ګوټ کې د بیلابیلو لویو رغنیزو پروژو یادونه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري په لاره اچول شوې دي.

نوموړي زیاته کړه: د دې تر څنګ د افغانستان اسلامي امارت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته په ۱۴۰۲ مالي کال کې دولس (۱۲) میلیارده افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې ده، دا وزارت توانیدلی چې تر دې دمه د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د میاشتنیو نغدي مرستو او خدمتونو د وړاندې کولو په موخه نه میلیارده او پنځه سوه دوه اتیا میلیونه افغانۍ  په مرکز او ولایتونو کې مصرف کړي.

محترم مولوي کلیم الله افغان زیاته کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رهبري او کارکوونکي په پوره ایماندارۍ، صداقت او اخلاص سره دې مظلوم قشر (د شهیدانو وارثینو او معلولینو) ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې ژمن دي.

په دې مراسمو کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دینی اماکنو مرستیال محترم شیخ عزیز الرحمن منصور په اسلام کې د جوماتونو د جوړولو پر اهمیت او منزلت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: یاد جومات به د پنځو میاشتو په موده کې د حج او اوقافو وزارت له بودیجې څخه په پاخه او اساسي ډول جوړېږي، نوموړي همداراز زياته کړه، د دغه وزارت دوه مسلکي انجنيران او د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت يو مسلکي انجنير به په دوامداره توګه د دغه جومات د ساختماني چارو له کيفيت او پرمختګ څخه څارنه کوي.

په دې مراسمو کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش هم د یاد جومات د جوړېدو په اړه معلومات وړاندې کړل او د دغه جومات له معمارانو یې وغوښتل چې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د یاد جومات په ودانۍ کې آسانتیاوې په پام کې ونیسي.

په دې مراسمو کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود د اسلام په سپیڅلي دین کې د جوماتونو د جوړولو د اهمیت په هکله د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارکو احادیثو په رڼا کې په تفصیل سره خبرې وکړې، نوموړي همداراز زیاته کړه: اسلامي امارت د افغانانو لپاره تر ټولو لوی الهي نعمت دی او موږ باید د دې نعمت شکر ادا کړو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۵۳
Background image

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له اړوندو کارکوونکو څخه د عقيدتي او فقهي مسایلو ازموینه واخیستل شوه

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد اړوند مسؤل له لوري د یاد ریاست کارکوونکو ته د دیني مسائلو د زده کړې په برخه کې یو منظم تدریسي پروګرام پېل شوی وو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۴۵
Background image

د جوزجان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي شبیر احمد ته، ستاینلیک ورکړل شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم ‌الله افغان او د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش په حضور کې د کارکوونکو چارو رئیس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۳:۲۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره د (۵۰) برېښنایي چپرکټونو مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو ریاست په هلو ځلو د ترکیې هېواد د ندا‌ء الخیر مؤسسې له لوري د پنځوسو (۵۰) برېښنایي چپرکټونو مرسته ترسره شوه.

د یادو. . .

BACK TO NEWS