په کابل ولایت کې د ترکیې هیواد د سرې میاشتې ټولنې لخوا پر ۵۰۰ معلولیت لرونکو او د شهیدانو پر کورنېو باندی د خوراکي توکو کڅوړۍ وویشل شوې
یادی مرستې د ترکیې هیواد د سرې میاشتې لخوا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ د یاد وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخوند او همدارنګه په کابل کې د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد آرګین آی او د یاد هیواد مرسته کوونکي ښاغلي تحسین یازن پر شتون کې پر معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو پر کورنېو باندی وویشل شوی.
د مرسته شویو توکو د ویشلو په لړ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخوند د ترکیې هېواد بشري مرستې وستایلې او ور څخه یې مننه وکړه او د هیواد خلکو ته یې د بشري مرستو د اړتیاو یادونه وکړه. ښاغلي عبدالرزاق آخوند همداراز د بیوزلو او زیانمنو شویو کورنیو لپاره د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.
په کابل کې د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد آرګین آی د شهیدانو او معلولیت لرونکو کورنیو سره د خواخوږي ترڅنګ د اسلامي امارت سره د ښو اړیکو په درلودلو ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چي یاد هېواد به د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو سره د مرستو لړۍ دوامداره ساتي.
د یادونې وړ ده چې په ویشل شویو توکو کې وریجې، لوبیا، مکروني، بوره، چای، غوړي، بسکویټ، رُب او غوښه شاملې وی.