څومره ژر چې ممکن وي برېښنايي سیسټم دې پلی شي

sadiq_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳۰ - ۱۳:۵۳
ss

څومره ژر چې ممکن وي برېښنايي سیسټم دې پلی شي

نن سه شنبه د مرغومې په ۳۰مه، د شهيدانو او معلولينو چارو وزير لعل الدين آريوبي د وزارت له برېښنايي سيسټم مسوولينو سره ناسته وکړه.

د ناستې په پيل کې د برېښنايي سيسټم همکارانو خپل راتلونکی يو کلن کاري پلان د پريزينټيشن په ډول وړاندې کړ، کوم چې ټاکلو موخو او مشخصو پايلو ته د رسيدو لپاره پکې ټول اړخونه په هر اړخيز ډول څېړل شوي وو.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزير ښاغلي لعل الدین آريوبي د برېښنايي سيسټم له مسوولينو وغوښتل، چې په سيسټم کې د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو د اسنادو ثبت پروسه چټکه کړي، څو له دې لارې د اسنادو په ثبت پروسه کې په بشپړ ډول روڼتيا را منځته شي.

ښاغلي آريوبي څرګنده کړه، چې ټولې هغه ستونزې چې د ياد سيسټم د تطبيق پر وړاندې خنډونه جوړوي، تشخيص او د هواري په موخه یې بايد له اړوندو ادارو او بنسټونو سره په ګډه کار وشي.

نوموړي د برېښنايي سيسټم له مسولينو وغوښتل، څومره ژر چې ممکن وي، بايد د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې نوی برېښنايي سيسټم پلی شي، څو په دې برخه کې په پوره توګه روڼتيا ته زمينه برابره شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۳۲
Background image

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش او د یاد ریاست کارکوونکي محترم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۵۳
Background image

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له اړوندو کارکوونکو څخه د عقيدتي او فقهي مسایلو ازموینه واخیستل شوه

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد اړوند مسؤل له لوري د یاد ریاست کارکوونکو ته د دیني مسائلو د زده کړې په برخه کې یو منظم تدریسي پروګرام پېل شوی وو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۴۵
Background image

د جوزجان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي شبیر احمد ته، ستاینلیک ورکړل شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم ‌الله افغان او د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش په حضور کې د کارکوونکو چارو رئیس. . .

BACK TO NEWS