د معلولیت په لس کلنې ملي ستراتېژۍ کې د ټولو ادارو مسولیتونه مشخص او همکاري یې اړینه ده

sadiq_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱ - ۱۴:۴۷
ds

د معلولیت په لس کلنې ملي ستراتېژۍ کې د ټولو ادارو مسولیتونه مشخص او همکاري یې اړینه ده

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني سره وکتل او د معلولیت د ملي ستراتېژۍ تر څنګ یې د معلولینو اړوندو په یو لړ نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وکړې.

ښاغلي آریوبي وویل، چې د جمهور رییس د لارښوونې سره سم د معلولیت د لس کلنې ملي ستراتېژۍ د بډاینې او په روغتیایي برخه کې معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره د دواړو ادارو مشترک کار او همکاري اړینه ده. زیاته یې کړه، یادې لس کلنې ملي ستراتېژۍ کې د عامي روغتیا وزارت د مسولیتونو او د تطبیق لپاره د عمل پلان د مسودې په جوړولو باید کار وشي. پرېکړه وشوه، چې د یادو وزارتونو ګډه کاري کمېټه به رامنځته شي او په دې اړه به مشترکې ناستې ترسره کړي.

ښاغلي آریوبي د معلولیت د تثبیت روغتیایي کمېسیون، چې د عامې ورغتیا وزارت استازی هم پکې شامل دی، خبرې وکړې وویل، چې د دغه کمېسیون په چارو کې ستونزې ډېرې دي او غیر مستحقو خلکو ته د معلولیت د کتابچې زمینه سازي کوي، چې مخه یې باید ونیول شي او په دې برخه کې اساسي بدلونونه رامنځته شي.

ښاغلي آریوبي څرګنده کړه، چې په خوست ولایت کې د معلولینو د پیاوړتیا مرکز فعال دی او روغتیایي خدمتونو ته اړتیا لري، اړینه ده، چې دواړه ادارې په مشترکه توګه یاد مرکز په روغتیایي برخه کې خدمتونه وړاندې کړي. دغه مرکز معلولینو ته په مختلفو برخو کې وړیا روغتیایي خدمتونه ترسره کوي.

د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني د معلولیت ملي ستراتېژۍ جوړېدنه مهم ګام وګڼه او په دې برخه کې یې د خپلو مسولیتونو د غوره ترسراوي ډاډ څرګند کړ. نوموړي وویل، چې د خوست د پیاوړتیا مرکز لپاره به وزارت سره په همغږۍ او مشترکه توګه همکاري وکړي تر څو روغتیایي خدمتونو ته د معلولینو لاسرسی اسانه شي.

ښاغلي عثماني د معلولیت د تثبیت په روغتیایي کمېسیون بیا کتنه اړینه وګڼله وویل چې په اړه باید بېړني اقدامات ترسره شي تر څو روڼتیا تامین او د فساد مخنیوي وشي.

دواړو خواوو معلولینو او د شهیدانو ورثې ته د خدمتونو وړاندې کولو برخه کې په ګډ کار، همکاري او همغږۍ تاکید وکړ او دغه قشر یې د ډېرو اسانتیاوو، امکاناتو او فرصتونو مستحق وباله.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۹:۳۱
Background image

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست آمر محترم حافظ محمد اقبال په مشرۍ یو پلاوي چې د دې ریاست اړوند مدرس محترم مولوي علي احمد او محترم مولوي نورمحمد یې ملتیا کوله، د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۵۲
Background image

په هلمند ولايت کې (۲۰۰) تنو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل، همداراز هر مستحق معلول ته (۱۰۰۰) افغانۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۴۸
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښې همغږۍ او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج مولوي علاؤ الدین. . .

BACK TO NEWS