کله چي ملا بورجان آخند شهید شو څه پيښ شول؟

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۹:۲۹
mmd

د جهاداو سنګرونو اتل دغیرت ،شجاعت او فداکارۍ نمونه،دتقوی،صداقت او اخلاص سمبول،قهرمان بي ریا مجاهد محترم (شهید ملا بورجان)د۱۳۷۵هجري شمسي کال دمیزان دمیاشتې په پنځمه نیټه د وریښمین تنګې په سیمه کي د مخالیفینو د۸۲ ملي متري،توپ دمرمۍ په پرزو  د لګیدلو له امله په شهادت ورسید، په دي سره دخداي بخلي د(۳۸)کلن اسلامي ، جهادي او ملي ویاړمن ژوند دعمر بلیدونکي ډېوه خاموشه شوه. انالله وانا الیه راجعون.

کله چې دی په شهادت ورسید الحاج ملا عبدالرزاق اخند چې په دغه وخت کې د شهید ملا بورجان اخند معاون وو چې اوس مهال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال دی، له ملګرو وغوختل چې د شهادت په اړه يې باید څوک خبر نه کړو او  شهادت يې باید پټ وساتل شي ځکه چې  د شهادت خبر او اوازه يې په ملګرو ښه تاثیر نه کوي او د ملګرو حوصله او شجاعت به کمزوری شي، هماغه وو چې جسد مبارک یې  په موټر کې یو محفوظ ځای ته انتقال کړ د جنګ مشري ملاعبدالرزاق اخند په غاړه واخیسته او سروبی فتحه شو  د سروبي له فتحې وروسته کله چې جنګ د زرداد پاټک ته رسیږي الحاج ملا عبدالرزاق اخند راډيو خبرونه نیسي خوشبختانه په خبرو کې هم د ملابورجان د شهادت په اړه هیڅ ونه ویل شول

دا چې د ملافاضل اخند په مشری کې د حصارک لخوا مجاهدینو جنګ شروع کړی وو ملا عبدالرزاق اخند بیرته سروبي ته ځې تر څو له ملا فاضل اخند او ځينو نورو مشرانو سره وویني  اودجنګ  په هګله مشوره وکړي ، ملا راکیټي او ځیني نور ملګري یې سروبي ته رارسیدلي وو خپله ملافاضل اخند دغه وخت سروبي ته نه وو رارسیدلی  ملا عبدالرزاق اخند وایی:چې دغه ملګري هم د شهید ملابورجان له شهادته خبر نه ول ځکه خو یې دهغه په هکله هيڅ ونه پوښتل.

هماغه وو چې ملا عبدالرزاق اخند ملا راکيټي او ځينو نورو ملګرو ته وویل چې زما سلام ملا فاضل اخند ته ورسوی ، له سلام وروسته ورته ووایي: چې سبا به زمونږ او ستاسو پروګرام دا وي چې تاسو به د پلچرخي له لارې کابل ته داخلیږی او مونږ به د کوه چار له لارې کابل ته داخلیږو کله چې کوه چار او پلچرخي ته ورسیدو بیا به د راتلونکي پلان په هکله خبره کوو، هماغه وو چې سبا ماهیپر ته ورسیدو د ماهيپر لاره ټوله له مینونو ډکه وه، د ماینونو راویستونکي مجاهدینو هم د ملابورجان اخند په شهادت خپله حوصله له لاسه ورکړې وه او ډير خفه خکاریده، ملا عبدالرزاق اخند ورته وویل چې شابه کار کوی وخت مه ضایع کوی تر څو ستاسو د خفګان له امله نور ملګري حوصله له لاسه ورنکړي ملا عبدالرزاق اخند خپله د ماینونو په ویستلو شروع وکړه په دغه وخت کې جنګ هم ډېر شدت اختیار کړی وو،  ملا عبدالرزاق اخند په خپلو لاسونو ډېر ماینونه وباسل او خنثی يې کړل کله چې ملګرو دده زړه ورتیا ولیده هغوی بیرته خپل کار شروع کړ او نور ماینونه هغوی ویستل شروع کړل او په دغه وخت کې یو ماین پټاو هم شو خو الحمد لله ملګرو ته کوم زیان و نه رسید ، مجاهدین د ماینونو په ویستلو سره مخکې روان وو تردې چې د ماهیپر  ته نزدي یو د پل لاندې مخالفینو یو  بیلر له باروتو ډک ایښی وو، تر څو دغه پل په مجاهدینو پټاو کړي او د مجاهدینو پرمخ لاره هم بنده شي  خو الحمد لله یو مجاهد په ډېر تلوار سره ددشمن دغه پلان شنډ  او خنثی کړ،  او په دې سره مجاهدین پرته له کوم مشکل له دې پله تیر شول په دغه وخت کې د زابل یو تکړه او زړور مجاهد ملا رحمت  الله چې د قومندان نورالله ملګری وو هم  د شهادت جام نوش کړ  مجاهدینو غوښتل چې مخکې لاړ شي خو دشمن د ماهیپر تونل ټول له بارودو ډک کړی وو غوښتل یې چې دغه تونل انفجار کړي او د مجاهدینو پر مخ لاره بنده کړي خو الحمد لله دېته يې وخت نه وو پیدا کړی چې  په بارود کې پټاکی او نور مواد ځای پر ځای کړي مجاهدینو په ډېر میړانې سره مخ پر تونل حرکت پېل کړ او له تونله بلې خوا ته ووتل که څه هم د غه وخت مجاهدینو یو ټانګ د ددشمن لخوا وویشتل شو،   کله چې مجاهدین له تونل ووتل له لږ حرکت وروسته یې د اوبو له چیني سره د ماسپښین لمونځ ادا کړ ، امیر المؤمنین رحمه الله هم د ملا بورجان له شهادته خبر شوی وو په دغه وخت کې محمد ربانې د امیر المؤمنین رحمه الله پیغام راوړ  چې له دې وروسته د ټولو مجاهدینو  لکه د چهار اسیاب د خوا د مجاهدینو  د میدان وردګ د خوا د مجاهدینو او د ننګرهار د خوا د مجاهدینو قومندان او مشر  ملا عبدالرزاق اخند  دی ټول واک او اختیار به له ده سره وي په دې سره ټول ملګري خبر شول ، ملاعبدالرزاق اخند له خپلو ملګرو سره کوه چار ته ورسید چې له دوی مخکې ملا فاضل اخند سره له ملګرو همدې ساحې ته رسیدلی وو. دا چې ټول مجاهدین ستړي ول د شپې به یې لږ ارام کړی وي کله چې سهر شو، ملا عبدالرزاق اخند چې د ټولو مجاهدینو مشر وو  ملا فاضل اخند ته وویل تاسو به د محبس له لارې کابل ته داخلیږی صدر صاحب چې د چهار اسیاب لخوا د مجاهدینو مشر وو هغه ته یې وویل چې تاسو به په سنګ نوشته جنګ راشروع کړی او ملا مالک اخند ته یې وویل چې تاسو به د میدان شار لخوا جنګ راشروع کړی همغه وو چې له ټولو خواوو په کابل جنګ شروع شو او مجاهدین پر مخ روان ول  دلته ځينو قومندانانو ملا عبدالرزاق اخندته دا مشوره ورکړه چې باید نور مخکې لاړ نشو هسې نه چې مجاهدین شهیدان او زخمیان نه شي خو ملا عبدالرزاق اخند ټولو مجاهدینو ته د جنګ ددوام خبره وکړه  ځکه که چیرته مجاهدینو جنګ درولی وای نو دښمن له دغه  پرسته فایده پورته کوله او مجاهدینو ته یې ډېر تاوان رسولی شو. بناء  مجاهدینو جنګ ته ادامه ورکړه او پر مخ روان وو دلته د تلویزون پر تپې يو ټانګ ولاړ وو چې مجاهدینو ته يې ډېر زیات مزاحمت جوړ کړی وو، د مازیګر له لمونځ څخه وروسته د ملا عبدالرزاق اخند په امر ددستګاه والا په دغه ټانګ څو ټکان وکړل او له هغه ټکانو سره د ټانګ مقاومت ختم شو کله چې کابل د ګمرک او خواجه رواش ساحې له دیخوا د مجاهدینو له خوا فتحه شوې د محبس ، چهار اسیاب او میدان شار لخوا هم مجاهدینو ډېر پر مختګ کړی وو.  د شپې شاوخوا یوه بجه وه چې دشمن د ساحو په پریښودو  شروع وکړه او زیاتره ډيپوګان یې په خپله پټاو کړل ، ترڅو مجاهدین له دغو ډيپوګانو څخه استفاده ونکړي او اسلحې په لاس ورنشي،  مجاهدین هم پوی شول چې دشمن په منډه دی نو دوی هم له دغې موقع څخه په استفادې سره  د شپې شاوخوا پر دوه (۲) بجې  ارګ ته ننوتل ، او په دې سره  د الحاج ملا عبدالرزاق اخند په مشری کې   کابل فتحه  او زیاتره وزارتونو ته مجاهدین ولیږل شول. الله ج دې دټولو شهیدانو شهادتونه د مجاهدینو ستړیاوې  په خپل دربار عالیه قبولې او منظوري کړي . امین

 

اخوکم : مفتي فيصل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۸:۴۹
Background image

په بلخ ولايت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د بلخ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د شهيدانو کورنيو او معلوليت لرونکو وګړو د ملاتړ په موخه، د هلال خیریه بنسټ سره په همغږۍ پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۸:۴۳
Background image

په لوګر ولایت کې (۹۰) تنو مستحقو کسانو مرستې ترلاسه کړې

د لوګر ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د احساس خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۹۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق یتیم ته لس زره (۱۰۰۰۰) اف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۱:۳۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې پر (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د احساس خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق یتیم ته لس زره (۱۰۰۰۰). . .

BACK TO NEWS