په لوګر ولایت کې (۹۰) تنو مستحقو کسانو مرستې ترلاسه کړې

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۸:۴۳
mmd

د لوګر ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د احساس خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۹۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق یتیم ته لس زره (۱۰۰۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.

د مرستو د وېش پر مهال د لوګر ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي نیازمحمد هجرت او د مؤسسې مسؤلينو حضور درلود.

همداراز د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې د احساس خیریه مؤسسې له مسؤلینو سره یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د لازياتو مرستو د برابرولو په موخه غونډه هم ترسره شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS