په پکتیکا ولایت کې پر (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۱:۳۲
mmd

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د احساس خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق یتیم ته لس زره (۱۰۰۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.

د مرستو د وېش بهیر د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي محمد نبي وهاج، د اقتصاد رياست استازي او د مؤسسې مسؤلينو په شتون کې په منظم ډول پر مخ یوړل شو.

محترم مولوي محمد نبي وهاج د شهيدانو کورنيو ته یې ډاډ ورکړ چې شته امکاناتو ته په کتو به، د هغوی ستونزو ته پر وخت رسيدګي وشي او د هغوی لپاره به د ژوند لازمې اسانتياوې برابرې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۳۹
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو اجراآتو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست کارکوونکو هر یوه محترم محمد یاسین ادیب او محترم امید رحماني یې ملتیا کوله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه، د (ZFA)خیریه مؤسسې سره د (۴۹) زره او (۷۰۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه لیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۷
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مقام د لزوم دید او وړانديز پر اساس محترم مولوي میر احمد منیر د هرات ولایت د شهیدانو او. . .

BACK TO NEWS