ځوانان د هېواد د سترو ګټو په تامین کې رغنده رول لري

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲ - ۹:۳۰
mmd

ځوانان د هېواد د سترو ګټو په تامین کې رغنده رول لري!

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې ددولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي د غازي امان الله خان د غونډو په تالار کې، د پکتیا ولایت له یو شمیر نخبه ځوانانو سره وکتل.
ښاغلي لعل الدین آریوبي ځوانانو ته ولسي انسجام، د ځوانانو سیاسي مشارکت، د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره اسانتیاوې او د حکومت پر سترو اقتصادي پروژو خبرې وکړې او د راتلونکو برنامو پر عمومیاتو یې مختصره رڼا واچوله. ښاغلي آریوبي د ځوانانو له راتګ څخه مننه وکړه او دوی یې د نظام د بهبود په چارو کې زیات کار او نه ستړی کیدونکو هڅو ته راوبلل.
راغلو ځوانانو، ښاغلي آریوبي ته د هېواد د سترو ګټو د تامین په موخه د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS