په یو سل او اویا معلولیت لرونکو وګړو باندې نغدي مرستې وویشل شوې

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۳ - ۱۴:۳۴
mmd

په (۱۷۰) بې وزله معلولیت لرونکو وګړو باندې د (UMMAH) خیریه بنسټ لخوا نغدي مرستې ترسره شوې.  ياد شوي کسان څه موده وړاندې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د ټولنيزو خدمتونو د رياست له خوا د يوې سروې په ترڅ کې مستحق ګڼل شوي وو.

 د یادو مرستو د ویش په بهیر کې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت مرستيال شيخ صاحب عبدالحکيم حقاني، د نوموړي وزارت د دفتر رئیس قاري شاه محمد دوست، د معلولینو چارو رئیس مولوي عبدالنافع منتفع او همداراز د ټولنیزو خدمتونو رئیس مولوي ثناالله فرقاني هم ګډون درلود.

په دې مرستو کې د هر معلول لپاره (۹۰۰۰) افغانۍ په پام کې نیول شوې وې، چې د (UMMAH) خیریه بنسټ د رئیس مفتي المرجان عاکف مدني له خوا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په همغږۍ پر اړمنو کسانو وویشل شوې.

 د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس قاري شاه محمد دوست معلولیت لرونکو وګړو ته د (UMMAH) خیریه بنسټ له نغدي مرستو مننه وکړه او له نورو کورنېو او بهرنېو خیریه بنسټونو څخه یې وغوښتل تر څو له معلولینو او یتیمانو سره مرستې وکړي. نوموړي زیاته کړه چې دا لړۍ به په راتلونکي کې په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم دوام ومومي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS