په کندهار ولايت کې (۲۰۰) مستحقو معلولينو سره د ويلچرونو مرسته ترسره شوه
د کندهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست دیوې خيريه مٶسسى سره په همغږۍ پر (۲۰۰) تنو مستحقو معلولينو باندې ويلچرونه وويشل، په ورته وخت کې هر معلول ته زر (۱۰۰۰) افغانۍ د ترانسپورت لپاره ورکړل شوې.
د یادو مرستو د ویش پر مهال د کندهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست مرستیال محترم ملا اختر محمد د وزارت له رهبرۍ تر څنګ له يادې مٶسسې څخه مننه او قدرداني وکړه چې دې ځوريدلې او اړمن قشر ته يې د ژوند لومړنې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
