په کاپیسا ولايت کې (٢٠٠) تنو مستحقو یتیمانو مرستې ترلاسه کړې
د کاپیسا ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د ( ZFA) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې اختریزې ډالۍ چې په هغه کې د اختر لپاره جامې، واسکټ، څپلۍ او نور توکي شامل وو، په منظم ډول ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال د کاپیسا ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم الحاج مولوي ګل خان ګل محمد د یادې مؤسسې له مرستو مننه او قدرداني وکړه او د دې اړمن قشر لپاره یې د لازياتو مرستو پر برابرولو ټینګار وکړ.
همداراز هغو مستحقو کسانو چې مرستې ترلاسه کړې وې، د شهيدانو او معلولينو چارو رياست څخه د مننې تر څنګ په راتلونکي کې هم د ورته مرستو غوښتنه وکړه.