په کاپیسا ولايت کې (٢٠٠) تنو مستحقو یتیمانو مرستې ترلاسه کړې

asad_admin
Tue, Jun 03 2025 3:57 PM

د کاپیسا ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د ( ZFA) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې اختریزې ډالۍ چې په هغه کې د اختر لپاره جامې، واسکټ، څپلۍ او نور توکي شامل وو، په منظم ډول ووېشل.

د مرستو د وېش پر مهال د کاپیسا ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم الحاج مولوي ګل خان ګل محمد د یادې مؤسسې له مرستو مننه او قدرداني وکړه او د دې اړمن قشر لپاره یې د لازياتو مرستو پر برابرولو ټینګار وکړ.

همداراز هغو مستحقو کسانو چې مرستې ترلاسه کړې وې، د شهيدانو او معلولينو چارو رياست څخه د مننې تر څنګ په راتلونکي کې  هم د ورته مرستو غوښتنه وکړه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS