په هلمند ولایت کې پر پنځه سوه (۵۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي وویشل شول

nasrat_admin
جمعه ۱۴۰۲/۱۲/۴ - ۱۴:۲۹
mmd

د هلمند ولایت د مرکز په شمول د ناوې، مارجې، نادعلي، باباجي، ګرشک او نهرسراج ولسوالېو کې د یوې خیریه مؤسسې له لوري او د دې ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست په همغږۍ پر پنځه سوه (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وريجې، بوره، نخود، لوبیا او غوړي شامل وو، وویشل شول.

د مرستو د ویش پر مهال د هلمند ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست مسؤلينو د خیریه بنسټ له مرستو څخه مننه وکړه چې تل یې د بې سرپرسته یتیمانو، کونډو او معلولینو لاسنیوی کړی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست یو پلاوي ورس او پنجاب ولسوالیو ته سفر وکړ

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم علي خان احمدي په مشرۍ يو پلاوي د یاد ولایت ورس او پنجاب ولسوالیو ته یې د سفر په ترڅ کې له یو شمېر یتیمانو او معلولینو سره له نږدې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۱:۲۰
Background image

د بلخ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لاښه سمون او مؤثریت په موخه د بلخ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، په دې غونډه کې د رياست اړوند. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۸:۴۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د دوو آمریتونو لپاره نوي آمرین معرفي او خپلې دندې رسماً پیل کړې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د حکم پر اساس، محترم مولوي علي احمد د دعوت او ارشاد ریاست اړوند په درېیم بست کې د مدرس په توګه، د کارکوونکو د چارو رئيس محترم مولوي محمد موسی. . .

BACK TO NEWS