په لغمان ولايت کې (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو سره مرسته ترسره شوه

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۱۲
mmd

د لغمان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د اچ، اچ، آر، ډي نړېوالې مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې شپږ ډوله خوراکي توکي او اختریزې کڅوړۍ ووېشلې همداراز هر مستحق سره د اختر لپاره د کالیو ګنډلو په موخه یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.

د مرستو د وېش پر مهال د لغمان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم حاجي فيض الله جواد د یادې مؤسسې له مرستو مننه او قدرداني وکړه او هيله یې څرګنده کړه چې په راتلونکي کې هم د یتیمانو سره ورته مرستې ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۹:۳۱
Background image

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست آمر محترم حافظ محمد اقبال په مشرۍ یو پلاوي چې د دې ریاست اړوند مدرس محترم مولوي علي احمد او محترم مولوي نورمحمد یې ملتیا کوله، د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۵۲
Background image

په هلمند ولايت کې (۲۰۰) تنو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل، همداراز هر مستحق معلول ته (۱۰۰۰) افغانۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۴۸
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښې همغږۍ او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج مولوي علاؤ الدین. . .

BACK TO NEWS