په ارزګان ولایت کې دولس سوه او پنځوس(۱۲۵۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولينو مرستې ترلاسه کړې
په ارزګان ولایت کې د يوې خیریه مؤسسې له لوري او د یاد ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست په همغږۍ پر (۱۲۵۰) تنو یتیمانو، کونډو، معلولینو او عامو بېوزله هېوادوالو باندې مرستې وویشل شوې.
په یادو مرستو کې زر (۱۰۰۰) تنو مستحقو کسانو او یتیمانو ته البسه او همداراز (۲۵۰) تنو کونډو ته د اقتصادي بساینې په موخه د خیاطۍ ماشینونه وویشل شول.