پنجشېر ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مؤثرو خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي کمالالدین رحیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه جوړه شوه چې په هغه کې د رياست اړوند ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې محترم مولوي کمالالدین رحیمي د یتیمانو، کونډو او معلولینو د سروې بهیر د پېل، هغوی ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو، د سلسلې مراتب رعایت کولو، د دندو لایحو او کاري پلان سره سم د سپارل شویو مسؤلیتونو د ترسره کولو او د یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو هر اړخیزې خبرې وکړې.
همداراز په دې غونډه کې ګډونوالو هم په وار سره خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل او د محترم مولوي کمالالدین رحیمي له لوري هغوی ته لازمې لارښوونې وړاندې شوې.