لغمان کې د معلولیت لرونکو وګړو نړیواله ورځ ونمانځل شوه.

sadiq_admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۵ - ۱۵:۰
csc

لغمان کې د معلولیت لرونکو وګړو نړیواله ورځ ونمانځل شوه.

نن د پنجشنبې په ورځ د لېندۍ په ۱۳ نېټه په ولایت مقام کې د معلولیت لرونکو وګړو نړیواله ورځ چې د ډسمبر له ۳ نېټې سره برابره ده دیوې غونډې په ترسره کېدو سره ونمانځل شوه چې پکې د شهیدانو د کورنیو او معلولینو ستونزې هم واوریدل شوې.

په دې غونډه کې د لغمان مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار سربېره، دولایتي شورا رئیس، ختیځ کې د سویډن کمېټې د معلولینو د برخې استازي او لسګونه د شهیدانو د کورنیو غړو او معلولیت لرونکو وګړو ګډون کړی وو.

په پیل کې د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو د چارو امر بشیراحمد حق پال د ښه راغلاست ترڅنګ د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر پیغام ولوسته.

په پیغام کې راغلي وو چې دولت ژمن دی ترڅو د ټولو شهیدانو د کورنیو او معلولینو هر اړخیزو ستونزو، د دوی اساسي خدماتو حل او نورو برخو ته کار وکړي.

نوموړي دغه راز وویل چې په لغمان ولایت کې څه دپاڅه ۱۲ زره دشهیدانو او معلولینو کورنۍ له حکومت څخه کلني حقوق اخلي.

نوموړي د لغمان د شهیدانو او معلولینو د چارو په امریت کې د شته خدماتو او شفافیت اړوند هم بشپړ ډاډ ورکړ.

نوموړي د لغمان د شهیدانو او معلولینو د چارو امریت د تشکیل د زیاتوالي غوښتتنې سربېره، معلول وګړو ته د هر اړخیزې پاملرنې غوښتنه وکړه.

دلغمان ولایت مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار په خپلو خبرو کې د شهیدانو د کورنیو او معلولینو قربانۍ وستایلې او بشپړ ډاډ یې ورکړ چې د معلولینو ټولو ستونزو ته به د ولایتي ادارې په صلاحیت کې ځانګړې پاملرنه لري.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۵۴
Background image

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئيس معرفي او خپل کار یې پیل کړ

د ریاست‌الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د وړاندیز له مخې، محترم مولوي نیازمحمد هجرت د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نوي رئیس په توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۱:۴۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د کاري وړتیا د لوړولو په موخه زده‌کړه‌ ییزه اړتیا سنجونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست اړوند کارکوونکو لپاره د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري، د فورمو په وېشلو سره زده‌کړه ‌ییزه اړتیا سنجونه ترسره شوه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۴:۲۵
Background image

په بادغیس ولایت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د بادغیس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په همکارۍ د یاد ولایت اړوند پر (۴۰۰) تنو یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې شپږ (۶) ډوله خوراکي. . .

BACK TO NEWS