د 2020 جينوا کنفرانس د ژمنو د کاري پلان پلي کولو لپاره، د تخنیکي کمیټې غونډه جوړه شوه

sadiq_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۲ - ۱۳:۱۴
قث

د 2020 جينوا کنفرانس د ژمنو د کاري پلان پلي کولو لپاره، د تخنیکي کمیټې غونډه جوړه شوه

نن يکشنبه د غويي په ۱۲مه، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیالې او د وزارت سرپرستې آغلې صبرۍ اندړ په مشرۍ، د 2020 جينوا کنفرانس د ژمنو کاري پلان پلي کولو لپاره د تخنیکي کمیټې غونډه وشوه او د وزارت کاري تګلوري ته په کتو يې په یاد کنفرانس کې د شويو ژمنو د پر وخت او اغيزناک عملي کولو په تړاو خبرې وکړې.

آغلې اندړ ټینګار وکړ، چې په جينوا کنفرانس کې د شويو ژمنو په ګټوره توګه او پر وخت پلي کیدو لپاره بايد یو منظم او دقیق پلان چمتو شي، کوم چې د دې وزارت له اصلي او فرعي فعالیتونو او کاري چاپيريال سره سمون ولري.

هغې څرګنده کړه، چې د نړیوالې ټولنې مرستې د تل په څېر مشروطې دي او په دې برخه کې ژمنو او شرطونو ته په کتو د لازمو اجرااتو ترسره کولو ته مهمه اړتيا ده.

په پای کې آغلې اندړ ټاکلې کمېټې ته لارښوونه وکړه، چې په هرو دریو اونیو کې د په دې تړاو تخنیکي ناسته کوي، ترڅو د خپلو مکلفیتونو او شته خنډونو د لرې کولو او په هکله یې د راپور چمتو کولو په اړه بحثونه وکړي.

د نوموړې په خبره، چې په دې توګه به په راپور کې د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو رول، وړاندیزونه او غوښتنې په سمه بڼه انعکاس شي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۴:۲۵
Background image

په بادغیس ولایت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د بادغیس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په همکارۍ د یاد ولایت اړوند پر (۴۰۰) تنو یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې شپږ (۶) ډوله خوراکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۹:۴
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت د مستوفیت رياست له رئيس سره وکتل

د تخار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري شمس الامین زهیر یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو ته د میاشتنۍ نغدي مساعدتونو د ورکړۍ په بهیر کې د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۸:۵۹
Background image

د کابل ولایت پر (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو په موخه د (YAAR) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو. . .

BACK TO NEWS