د (۲۵۰) تنو یتیمانو او کونډوسره مرسته وشوه

دکندهار ولايت دشهیدانو او معلولینو چارو ریاست د رهبرۍ په هڅو د (۲۵۰) تنو بي سرپرسته یتیمانو او کونډو سره د یو خیریه بنسټ په ملاتړ د اختریزو توکو مرسته وشوه.
یاد مرسته چي اختریزی توکي ( کالي، بوټونه، شامپو او نکریزي...) شاملي توزیع شول.
او همدارنګه بي سرپرسته یتیمان او کونډي چي د بیوزلۍ او ناچاري سره لاس او ګریوان وو، زیاته خوښي يې وښودله چي د رمضان المبارک په میاشت کي ورسره مرستي کیږي ،او د ورته نورو مرستو او مالي همکاریو غوښتنه يې هم وکړه.
د کندهار ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو ریاست مسؤلین د خیریه بنسټ د همکاریو څخه مننه کوي او ورته مرستو پر دوام ټینګار کوي.