د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د کاري بهیر د ښه والي په موخه اداري غونډه جوړه شوه

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۴:۳۹
mmd

یاده غونډه چې د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر په مشرۍ ترسره شوه، په هغه کې د یاد ریاست د محاسبې او تأدیاتو مدیرانو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د روان مالي کال په درېیمه ربعه کې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتنۍ نغدي مرستو د ورکړې پر څرنګوالي او دغه راز د یادې پروسې د چټکتیا په اړه بحث وشو او د ياد بهیر د لا ښه والي په موخه اړوند کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۰:۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ د‌ همکارۍ هوکړه‌ لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره، د (۵۳) زره او (۴۲۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۰:۲
Background image

د معلولینو د بیاځواکمنتيا په رياست کې د‌ (۸۰) تنو معلوليت لرونکو وګړو لپاره د پوهاوي پروګرام پیل شو

د معلوليت لرونکو وګړو لپاره د پوهاوي پروګرام د معلولینو د بیاځواکمنتيا رياست له لوري د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي مرسته د دې رياست د رئيس محترم مولوي عبدالنافع منتفع په حضور کې پيل شو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۹:۵۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د کامه وړیا مرستو (KRC) مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو د ملاتړ په موخه، د کامه وړیا مرستو (KRC) مؤسسې سره د (۲) لکه ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

یاد هوکړه لیک چې د دې وزارت. . .

BACK TO NEWS