د نیمروز ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور

content_admin
mmd

د نیمروز ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ د پرېکړې پر بنسټ د نیمروز ولایت نظامي او ملکي معلولینو ته د ۱۳۹۹ کال حقوقو ورکړه پیل شوې ده.
د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت د راپور پر اساس د دې ولایت اړوند د دفاع وزارت(۱۳۴) او د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت عمومي ریاست (۱۹) شهیدانو د شپږو میاشتو حقوقو د دوی بانکي حسابونو ته لېږدول شوي دي او (۸۲۰۸۸۳۳) افغانۍ بودیجه ورته ځانګړې شوې وه. د یادو ارګانونو پاتې (۱۴۱) شهیدانو ته د یو کال لپاره (۲۴۴۸۷۴۳۰) افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې او د کاري پروسې له بشپړېدو سره به یې حقوقو بانکي حسابونو ته ولېږدل شي.
د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو (۳۲) تنو معلولینو د شپږو میاشتو حقوق ترلاسه کړي دي او دوی ته (۱۸۱۶۴۱۴) افغانۍ بویجه ځانګړې شوې وه.
د (۷۷۷) ملکي شهیدانو حقوق تر کار لاندې دي او د یو کال لپاره (۴۵۶۲۰۰۰۰) افغانۍ بودیجه ورته ځانګړې شوې ده.
د (۵۲۴) ملکي معلولینو حقوق هم تر کار لاندې دي او ژر به ورکړل شي. دوی ته د یو کال لپاره (۲۸۶۸۰۰۰۰) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.

خبرتیاوې

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۸:۴۹
Background image

خبرتیا!

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د تیرې ادارې د وژل شویو نظامي عسکرو پاتې یتیمانو، کونډو او همداراز د تېرې ادارې نظامي معلولینو ته خبر ورکوي چې د ۱۴۰۴ مالي کال د لمړۍ ربعې . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۱۳:۴۶
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو ولايتي رياستونو د پام وړ خبرتيا !

 لکه څرنګه چې تاسو ته بهتره معلومه ده د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو د پالنې مرکز له لوري د فني او حرفوي زده کړو په موخه هر ولايت ته  سهم ورکړل شوی ؤ دا چې اوس يادې زده کړې د روان ۱۴۴۶ ه . . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳ - ۱۶:۱۵
Background image

مستقبل د لوړو زده کړو موسسی خبرتیا

د مستقبل د لوړو زده کړو موسسه د افغانستان د اسلامي امارت د مجاهدینو او کارکوونکو د علمي سویی او ظرفیت لوړاوی په موخه په لاندي پوهنځیو کې د ځانګړي تخفیف په ورکولو سره د ۱۴۰۱ لمریز . . .

Back to announcements