د معلولینو ملي ستراتېژۍ د وروستۍ بیا کتنې د درېيمې ورځې فعالیت

sadiq_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۶ - ۸:۵۸
ش

د معلولینو ملي ستراتېژۍ د وروستۍ بیا کتنې د درېيمې ورځې فعالیت

د معلولینو ملي ستراتېژۍ د وروستۍ بیا کتنې ورکشاپ په درېیمه ورځ ګډونوالو د يادې ستراتيژۍ په تړاو بحثونه په ګروپي ډول ترسره کړل. نن بيا هم د معلولینو استازي په پینځو کاري ګروپونو وېشل شوي وو، تر څو د ستراتیژۍ د پراختیا او هر اړخیزه کولو لپاره خپلې غوښتنې، نظرونه او وړاندیزونه په ګروپي ډول مطرح او وړاندې کړي.

دغه کاري ګروپونه د لويانو لپاره د زده کړو زمينو برابرولو او لوړو زده کړو ته د لاسرسي، فزيکي او رواني روغتيايي بنسټونو رامنځته کول، ټولنيز ملاتړ او عامه پوهاوی، د معلوليت لرونکو وګړو او د هغوی کورنيو لپاره د ځان بساینې او په ياده ستراتيژۍ کې معلوليت لرونکو نجونو شاملولو کټګوریو او کروپونو باندې وېشل شوي وو او د هر ګروپ استازي د ګروپ د غړو له لوري لیکل شوي نظرونه، وړاندیزونه او غوښتنې د ورکشاپ ګډونوالو ته واورل او په دې اړه یې پوښتنو ته ځوابونه وويل.

د ګروپونو استازو په ټولنه کې د معلولینو پر وړاندې پرتو ستونزو، ننګونو، د امکاناتو او فرصتونو محدودیت او نورو اړوندو مسایلو او حل لارو هر اړخیز بحثونه وکړل.

ټاکل شوې چې د معلوليت ملي ستراتېژۍ د وروستۍ بیا کتنې ورکشاپ به څلورو ورځې دوام کوي، چې کډونوال به يې په ګروپي ډول معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو په مېکانېزمونو او دوی ته د بودجې موندنې، فزیکي لاسرسي، زده کړو، اسانتیاوو، کارموندنې، روغتیایي، عامه پوهاوي او نور فرصتونو په اړه خپلې غوښتنې او نظرونه شريکوي، څو ياده ستراتيژي بشپړه او د پلې کيدو جوګه وګرځي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۹:۳۱
Background image

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست آمر محترم حافظ محمد اقبال په مشرۍ یو پلاوي چې د دې ریاست اړوند مدرس محترم مولوي علي احمد او محترم مولوي نورمحمد یې ملتیا کوله، د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۵۲
Background image

په هلمند ولايت کې (۲۰۰) تنو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل، همداراز هر مستحق معلول ته (۱۰۰۰) افغانۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۴۸
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښې همغږۍ او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج مولوي علاؤ الدین. . .

BACK TO NEWS