د معلولیت لرونکو وګړو په ملاتړ کې د ځوانانو همکاري ډېره مهمه ده

sadiq_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۸ - ۱۱:۱
dd

د معلولیت لرونکو وګړو په ملاتړ کې د ځوانانو همکاري ډېره مهمه ده

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر فعالو ځوانانو سره وکتل او د معلولیت لرونکو وګړو اړوند مسایلو باندې یې خبرې وکړې.

په پیل کې ځوانانو ښاغلي فاروقي ته د نوي مسولیت مبارکي وویله او تر څنګ یې د همکارۍ ډاډ ورکړ وویل، چې معلولین د ټولنې مستحق قشر دی باید د دوی د حقوقو په اړه د عامه پوهاوي برخه کې ټول ځوانان خپل دیني، انساني او اخلاقي مسولیت ترسره کړي.

ښاغلي فاروقي د ځوانانو له راتګ مننه وکړه او په ټولنه کې کې یې د دوی نقش بارز وګڼه وویل، چې تولنه په ځوانانو حساب کوي او معلولیت لرونکو وګړو سره همکارۍ ته یې شدیده اړتیا ده.

ښاغلي فاروقي د معلولینو اړوند د ځوانانو ټولنیز احساس وستایه او په دومداره همکارۍ یې تاکید وکړ.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۹:۳۱
Background image

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست آمر محترم حافظ محمد اقبال په مشرۍ یو پلاوي چې د دې ریاست اړوند مدرس محترم مولوي علي احمد او محترم مولوي نورمحمد یې ملتیا کوله، د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۵۲
Background image

په هلمند ولايت کې (۲۰۰) تنو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل، همداراز هر مستحق معلول ته (۱۰۰۰) افغانۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۴۸
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښې همغږۍ او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج مولوي علاؤ الدین. . .

BACK TO NEWS