د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې په مرکز کې د فني او حرفوي پروګرامونو نویو زده کوونکو ته د معیاري لیلیې چمتو کولو په موخه د لیلیې د تعمیر د ترمیم کاري چارې په چټکۍ سره رواني دي
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د هدایت پر اساس د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې په مرکز کې د ۱۴۰۳ کال لپاره نوي زده کوونکو ته د لیلیې معیاري ودانۍ پر چمتو کولو کار پر چټکۍ رواني دې چې د هغه سره به د یادې لیلیې په ودانۍ کې په بریښنایي سیسټم کې شته ستونزې حل، د نل دوانۍ سیسټم ترمیم، د لیلیې لپاره چپرکټونه چمتو او همداراز د لیلیې ودانۍ به رنګ او د لیلیې اړوند ساحې به پاک کاري شي.
د یادونې وړ ده چې په یاد مرکز کې یتیمانو او معلولینو ته د فني او حرفوي زده کړو (د موبایل، یخچال، آیرکنډیشن، کورني برېښنایي وسایلو، موټر، موټرسایکل، جنراټور ترمیم او همداراز د خیاطۍ زده کړې او د کمپیوټر د ترمیم) په برخو کې زده کړې ورکول کیږي.