د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر یو سل او شل د یتیمانو په کورنېو باندې نغدي مرستې وویشل شوې
هغه پروګرام چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې جوړ شوې وو، په هغې کې د (۱۲۰ ) یتیمانو کورنېو سره نغدي مرستې ترسره شوې.
یادې مرستې د دوو تنو تجارانو لخوا چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په همغږۍ هرې یتیمۍ کورنۍ ته (۷۳۰۰) افغانۍ نغدي مرستې وویشلې.
د یادونې وړ ده چې د مرستو د ویش پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو رئیس ښاغلي مولوي ثناء الله فرقاني هم ګډون درلود.