د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یوې خیریه مؤسسې لخوا پر زرو تنو مستحقینو باندې د ژمنېو توکېو کڅوړې وویشل شوې

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۶ - ۱۵:۲۱
mmd

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې جوړ شوې وو، پر زرو مستحقو کسانو چې په هغې کې معلولین، کونډې، یتیمان اوځینې بیوزلې کورنې شاملې وې، د یوې خیریه مؤسسې لخوا پر هغوی باندې د ژمنېو توکو کڅوړې وویشل شوې.

د مرستو په دې کڅوړو کې( کمپلې او البسه) شاملې وې چې د یادې خیریه مؤسسې لخوا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په همغږۍ پر مستحقو کسانو وویشل شوې.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسؤل ښاغلي مفتي فیصل خاموش د پورتنیو مرستو د وېش پرمهال د یادې مؤسسې له مرستو څخه مننه وکړه او نوموړي له نورو کورنیو او بهرنیو خیریه بنسټونو څخه وغوښتل تر څو د معلولینو، کونډو او یتیمانو سره لازمې مرستې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS