د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې د وروستیو اورښتونو او طوفانونو له امله زیانمنو شوېو یتیمانو او کونډو ته د سولرونو د چمتو کولو او وېشلو په موخه د (HHRD) خیریه مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۹:۱۳
mmd

یاد هوکړه لیک چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د (HHRD) خیریه مؤسسې سوپروایزر محترم عبیدالله احمدي تر منځ لاسلیک شو، د هغې پر بنسټ به، د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د وروستیو اورښتونو او طوفانونو له امله درې سوه (۳۰۰) تنو زیانمنو شوېو  یتیمانو او کونډو ته سولرونه او همداراز سولري پکې چمتو او ووېشل شي.

د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې ټولیز ارزښت دوه میلیونه، پنځه لکه، اووه اتیا زره او پنځه سوه (۲۵۸۷۵۰۰) افغانۍ کیږي چې په یاد ولایت کې به تطبیق شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۹:۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د څه باندې پنځه میلیونه افغانېو په ارزښت د(HHRD) خیریه مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان، پالیسۍ او بهرنيو اړیکو رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د (HHRD) خیریه مؤسسې سوپروایزر محترم عبیدالله احمدي ترمنځ لاسلیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۴:۳۱
Background image

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د نوي برېښنایي سیسټم له چارو څخه څارنه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډیټابیس او معلوماتو د سیستم ریاست د ایم، آی ، اس آمر محترم انجنیر الله محمد دوست په مشرۍ یو تخنیکي پلاوي چې محترم شکرالله اوریا، محترم بختیار اریوبي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو رئیس د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست د څارنې او ارزونې برخې له استازو سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي د کارکوونکو د ارزونې پروسې پر مخ وړلو د څرنګوالي په موخه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست د. . .

BACK TO NEWS