د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني نورستان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اجراآتو او فعالیتونو د ارزونې وروسته د یاد ولایت له والي سره وکتل

ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني نورستان ولایت ته د خپل سفر اصلي موخه د یتیمانو، کونډو او معلولینو پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو حل او هغوی ته د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي ارزونه یاده کړه. نوموړي همداراز په دې ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له مسؤلینو او کارکوونکو سره له نږدې وکتل د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واوریدل او د حل په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.
همداراز شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د نورستان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست پر وړاندې د پرتو ستونزو لکه د یاد ریاست لپاره د اداري ودانۍ نشتون او همدارنګه یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د الکترونیکي تذکرو په ویش کې د آسانتیاوو رامنځ ته کولو په موخه د یاد ولایت له والي ښاغلي شیخ شیر احمد حقاني سره وکتل او یادې ستونزې یې ورسره شریکې کړې.
په ورته وخت کې د نورستان والي ښاغلي شیخ شیر احمد حقاني په یادو برخو کې د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني په نورستان ولایت کې یو شمیر علماوو، مشايخو، مجاهدينو او د یاد ولایت ولس ته په جامع جومات کي عالمانه وينا وکړه او د نورستان ولايت ولسونو، مسؤلينو او مجاهدينو دې ولایت ته د ښاغلي شیخ صاحب له سفر څخه خوښي څرګنده کړه.
په ورته وخت کې شيخ صاحب د نورستان ولایت واما ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته يي په ارچڼو تعلیم القران والسنه مدرسې کې نه دیرش (۳۹) تنو يتيمانو سره نقدي مرسته هم تر سره کړه.