د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبري شورا ناسته ترسره شوه

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۹:۲۹
ds

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبري شورا ناسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمیدالله فاروقی په مشرۍ د وزارت د رهبري شورا ناسته وشوه. پوهنمل حمیدالله فاروقي د کلنۍ حقونو په ورکړه کې چټکتیا او د سیسټم جوړونې په برخه کې د همکارانو له کړنو مننه وکړه، وویل، چې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د ژوند د ښه والي او دوی ته د اسانتیاوو او فرصتونو اړوند باید ټولو شوېو ژمنو ته عملي بڼه ورکړل شي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیالان او اړوندو رییسانو د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د کلنۍ حقونو ورکړه، د اسنادونو څیړنه او د الیکترونیکي تذکرو د ویش په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړه.

پرېکړه وشوه، چې د روژې مبارکې میاشتې په درناوي دې ملکي او نظامي شهیدانو ورثې او معلولینو ته د حقوقو ورکړه کې لا چټکتیا رامنځته شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS