د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیال د ترکیې هېواد اړوند د بشیر خیریه بنسټ له مشر سره وکتل
ښاغلي مولوی عبدالرزاق اخوند د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیال د بشیر خیریه بنسټ له مشر سره وکتل. په دې لیدنه كې عبدالصمد چنار د یاد بنسټ مشر د هیواد په بیلابیلو ولایتونو كې د بشیر مرستندویه بنسټ د فعالیتونو او كاري چارو یادونه وكړه او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له مشرتابه څخه یې وغوښتل چې په بیلابیلو ولایتونو كې د دفترونو په پرانیستلو کې یاد خیریه بنسټ ته اسانتیاوې برابرې كړي.
همدا راز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیال مولوی عبدالرزاق آخوند هم د شهیدانو او معلولینو د وارثینو پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چي د دوست هېواد ترکیي خلک تل زموږ د هیوادوالو ترڅنګ دریدلي دي. ښاغلي مولوي عبدالرزاق اخوند د رالیږل شویو بشري مرستو او په ځانګړي توګه د شهیدانو وارثینو، معلولیت لرونکو وګړو، یتیمانو او کونډو ته د دغو مرستو د ویش څخه مننه وکړه او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ يې ورکړ.