د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت د افغان اتلانو بنسټ سره د دوه اړخيزو همکاريو تړون لاسليک کړ

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت د افغان اتلانو بنسټ سره د دوه اړخيزو همکاريو تړون لاسليک کړ
د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د نظامي شهيدانو او معلولينو د همغږۍ مرستیالې آغلې صبرۍ اندړ او د افغان اتلانو بنسټ مشر، ښاغلي سليم وردګ ترمنځ د تېرې پنج شنبې (وږې۲۰) په ورځ، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دوه اړخیزو همکاریو تړون لاسليک کړ.
د ياد هوکړه ليک پر بنسټ، دواړه اړخونه به خپلې هڅې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د شهيدانو کورنيو او معلولينو لرونکو وګړو د ستونزو د حل او ژوند ښه والي په موخه ګړندۍ کوي.
آغلې اندړ د ياد ځوريدلي قشر ستونزو ته د رسېدنې او حل په تړاو د خپلې وظيفوي او انساني ژمنتيا ترڅنګ، د هېواد له ملي تجارانو، خيريه بنسټونو او نورو ملي او نړيوالو جوړښتونو څخه هيله وکړه، چې په جګړو کې له زیانمنو کورنيو سره مرستې وکړي.
د افغان اتلانو بنسټ مشر سليم وردګ د شهيدانو وارثانو او معلوليت لرونکو وګړو د ستونزو د حل په تړاو د هر ډول مالي او معنوي ملاتړ ژمنه وکړه او په دې برخه کې يې د هر راز همکارۍ چمتوالی وښود.
د کورنيو چارو وزارت د پوليسو د ملاتړ رئيس سمونوال نويد کاوسي، هم په دې برخه کې پر غوره همغږۍ او د خدمتونو په باکيفيته توګه ترسراوي باندې ټينګار وکړ.
د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت له دې وړاندې هم د شهيدانو ورثينو او معلوليت لرونکو وګړو د ژوند ښه والي په موخه له بېلا بېلو کورنيو او بهرنيو بنسټونو سره د همکارۍ تړونونه لاسليک کړي دي.