د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست پر (۶۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې ووېشلې

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۹:۱۴

یادې مرستې چې د (IHH) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د‌ شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم سید فضل الدین آغا حامد په شتون کې مستحقو کسانو ته ورکړل شوې، په هغه کې د (۲۵۰) تنو مستحقو کسانو لپاره بېلابېل خوراکي توکي او همداراز د (۴۰۰) نورو مستحقو کسانو لپاره ژمنۍ البسه ځانګړې شوې وه.

د‌ مرستو د وېش پر مهال محترم سید فضل الدین آغا حامد د مرسته کوونکې مؤسسې له کړيو مرستو یې مننه وکړه او له نورو خیریه بنسټونو څخه یې هم وغوښتل چې د شهیدانو او معلولینو کورنیو لپاره لا زياتې مرستې برابرې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۹:۱۷
Background image

په کندهار ولايت کې پر سلګونو مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۹۰۰) کورنیو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او نور خوراکي توکي شامل وو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۹:۱۵
Background image

په غزني ولایت کې سلګونو تنو مستحقو کسانو مرستې ترلاسه کړې

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري، د (IHH) خیریه مؤسسه سره په همغږۍ، پر سلګونو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې.

په دغو مرستو کې د (۲۵۰) تنو یتیمانو، کونډو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۹:۱۴
Background image

د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست پر (۶۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې ووېشلې

یادې مرستې چې د (IHH) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د‌ شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم سید فضل الدین آغا حامد په شتون کې مستحقو کسانو ته ورکړل شوې، په هغه کې د (۲۵۰) تنو مستحقو کسانو. . .

BACK TO NEWS