د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست پر (۶۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې ووېشلې
یادې مرستې چې د (IHH) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم سید فضل الدین آغا حامد په شتون کې مستحقو کسانو ته ورکړل شوې، په هغه کې د (۲۵۰) تنو مستحقو کسانو لپاره بېلابېل خوراکي توکي او همداراز د (۴۰۰) نورو مستحقو کسانو لپاره ژمنۍ البسه ځانګړې شوې وه.
د مرستو د وېش پر مهال محترم سید فضل الدین آغا حامد د مرسته کوونکې مؤسسې له کړيو مرستو یې مننه وکړه او له نورو خیریه بنسټونو څخه یې هم وغوښتل چې د شهیدانو او معلولینو کورنیو لپاره لا زياتې مرستې برابرې کړي.
