د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

یاده اداري غونډه چې د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد په مشرۍ جوړه شوې وه، په هغه کې د یاد ریاست اړوندو ټولو کارکوونکو ګډون درلود.
په دې غونډه کې محترم ملا احسان الله عابد په روان مالي کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د اسنادو د بررسۍ او سروې لپاره بېلابېل ټیمونه وټاکل او د چارو د لاښه والي په موخه یې هغوی ته لازمې سپارښتنې وکړې.
نوموړی همداراز له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې خپلې دندې د الهي امانت په توګه اداء کړي او له هر ډول فساد، سرغړونو او غفلت څخه په کلکه ډډه وکړي.