د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې معلولینو ته د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د همغږۍ د رامنځته کولو په موخه غونډه جوړه شوه

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۳:۵۱
mmd

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د ناروې کمېټې په همکاري معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم شاه ولي احمدي، د اقتصاد ریاست مرستیال، د کلیو او پراختیا ریاست د همغږۍ مسؤل، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر محتسبینو، په افغانستان کې د ناروې کمېټې د مرکزي زون مسؤل، د کورنېو او نړیوالو مؤسساتو استازو په حضور کې غونډه جوړه شوه.

په پېل کې، د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم شاه ولي احمدي د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د مؤثرو  خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رهبري تل هڅه کړې چې د معلولیت لرونکو وګړو حقوق پر وخت حواله کړي او د هغوی د حقوقو او امتیازاتو څخه هر اړخیز ملاتړ وکړي.

هغه همدا راز زیاته کړه: معلولیت محدودیت نه دی، له معلولینو سره باید ښه چلند وشي او د هغوی د حقونو او امتیازاتو څخه ساتنه زموږ د ټولو ګډ مسؤلیت او دنده ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۹:۵۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنۍ ریاست لپاره نوی رئیس د محترم مولوي کلیم الله افغان له لوري کارکوونکو ته رسماً معرفي شو

د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په وړانديز، محترم مولوي محمد انور برادر د دې وزارت د کورنۍ پلټنۍ ریاست د نوي رئیس او محترم مولوي محمد نبي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۹:۴۷
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس د محترم مولوي کلیم الله افغان لخوا د یاد ریاست کارکوونکو ته معرفي شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وړاندیز له مخې، محترم ملا عبدالحکیم دانش د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۹:۴۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او رسماً خپل کار یې پیل کړ

محترم محمد صابر ځواک د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د وړاندیز له مخې، د دې وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د نوي رئیس په توګه اړوند کارکوونکو. . .

BACK TO NEWS