د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې معلولینو ته د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د همغږۍ د رامنځته کولو په موخه غونډه جوړه شوه

asad_admin
Tue, Nov 19 2024 1:51 PM
mmd

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د ناروې کمېټې په همکاري معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم شاه ولي احمدي، د اقتصاد ریاست مرستیال، د کلیو او پراختیا ریاست د همغږۍ مسؤل، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر محتسبینو، په افغانستان کې د ناروې کمېټې د مرکزي زون مسؤل، د کورنېو او نړیوالو مؤسساتو استازو په حضور کې غونډه جوړه شوه.

په پېل کې، د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم شاه ولي احمدي د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د مؤثرو  خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رهبري تل هڅه کړې چې د معلولیت لرونکو وګړو حقوق پر وخت حواله کړي او د هغوی د حقوقو او امتیازاتو څخه هر اړخیز ملاتړ وکړي.

هغه همدا راز زیاته کړه: معلولیت محدودیت نه دی، له معلولینو سره باید ښه چلند وشي او د هغوی د حقونو او امتیازاتو څخه ساتنه زموږ د ټولو ګډ مسؤلیت او دنده ده.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS