د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې معلولینو ته د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د همغږۍ د رامنځته کولو په موخه غونډه جوړه شوه

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د ناروې کمېټې په همکاري معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم شاه ولي احمدي، د اقتصاد ریاست مرستیال، د کلیو او پراختیا ریاست د همغږۍ مسؤل، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر محتسبینو، په افغانستان کې د ناروې کمېټې د مرکزي زون مسؤل، د کورنېو او نړیوالو مؤسساتو استازو په حضور کې غونډه جوړه شوه.
په پېل کې، د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم شاه ولي احمدي د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د مؤثرو خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رهبري تل هڅه کړې چې د معلولیت لرونکو وګړو حقوق پر وخت حواله کړي او د هغوی د حقوقو او امتیازاتو څخه هر اړخیز ملاتړ وکړي.
هغه همدا راز زیاته کړه: معلولیت محدودیت نه دی، له معلولینو سره باید ښه چلند وشي او د هغوی د حقونو او امتیازاتو څخه ساتنه زموږ د ټولو ګډ مسؤلیت او دنده ده.