د نورستان ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور

content_admin
dsd

د نورستان ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ د پرېکړې پر بنسټ د نورستان ولایت نظامي او ملکي معلولینو ته د ۱۳۹۹ کال حقوقو ورکړه پیل شوې ده.
د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت د راپور پر اساس د دې ولایت اړوند د (۴۳۲) نظامي شهیدانو له ډلې (۴۰۴) شهیدانو د شپږو میاشتو حقوقو د دوی بانکي حسابونو ته لېږدول شوي دي او (۲۲۹۷۶۸۲۰) افغانۍ بودیجه ورته ځانګړې شوې وه. د پاتې شهیدانو د حقوقو ورکړې کار په جریان کې دی او ژر به یې بانکي حسابونو ته واستول شي. دوی ته (۲۷۰۰۸۸۲۰) افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې ده.
(۲۸) تنو نظامي معلولینو د شپږو میاشتو حقوق ترلاسه کړي دي او دوی ته (۱۵۴۶۷۱۴) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه.
د (۸۶) ملکي شهیدانو حقوق ورکړل شوي دي او (۲۵۲۱۴۹۴) افغانۍ بودیجه ورته په پام کې نیول شوې وه. د پاتې (۳۴) شهیدانو حقوق هم تر کار لاندې دي. همدارنګه (۷۶۵) ملکي معلولینو ته (۲۳۴۰۰۰۰۰) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه او حقوقو یې بانکي حسابونو ته لېږل شوي دي. د پاتې (۷۹) معلولینو په حقوقو هم کار روان دي او دوی ته (۲۷۶۰۰۰۰۰) افغانۍ بودیجه ورته ځانګړې شوې ده.

آخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۸:۵۳
Background image

اطلاعیه!

ریاست امور شهدا و معلولین ولایت هلمند به اطلاع ایتام، خانم های بیوه و معلولین ادارۀ قبلی می رساند که مساعدت های نقدی ربع اول ماهای (حمل، ثور و جوزای) سال مالی ۱۴۰۴ را به حساب های بانکی . . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۹ - ۱۲:۵۷
Background image

نشست شورای رهبری وزارت امور شهدا و معلولین برگزار شد

نشست شورای رهبری وزارت امور شهدا و معلولین به ریاست ملا عبدالمجید آخند سرپرست وزارت امور شهدا و معلولین با اشتراک مولوی عبدالرزاق آخند معین تخنیکی و مسلکی، شیخ صاحب عبدالحکیم حقانی معین . . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۰:۳۲
Background image

اطلاعیه

فراخوان مشارکت دولتداری باز درباره جمع آوری موضوعات پیشنهادی اقشار مختلف جامعه جهت شمولیت در بنامه عملی ملی -3

 

بازگشت به اطلاعیه ها