په کنړ ولایت کې سل (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو مرستې ترلاسه کړې
د کنړ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو ریاست د HHRD خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په دې ولايت کې پر (۱۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او نور خوراکي مواد شامل وو، ووېشل.
همداراز هر مستحق ته (۱۵۰۰) افغانۍ د لارې کرايې په توګه هم ورکړل شوې.
د مرستو د وېش پر مهال د کنړ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مفتي عبیدالله حقاني د یادې مؤسسې له مسؤلینو څخه مننه وکړه.