معلولیت لرونکو وګړو ته شل بایسکلونه او مصنوعې اعضاوي ورکړل شوې

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۸ - ۱۰:۳
mmd

معلولیت لرونکو وګړو ته شل بایسکلونه او مصنوعې اعضاوي ورکړل شوې

د خوست ولایت د اورتوپیدي مرکز او د دې ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت له خوا معلولیت لرونکو وګړو ته 20 با یسکلونه 4 د لرګي چوکۍ 10 پلاستیکي پښي 8 پلاستیکې قالبونه، 10 د پښو قالبونه جوړشوي مصنوعې اعضاوې ورکړل شوې.
د خوست عامی روغتیا ریاست مرستیال او سرپرست ډاکتر ګل محمدالدین محمدي ګډونوالو ته خبرو کې وویل: د دغه موادو د ورکړې څخه زمونږ هدف عامه پوهاوی دی تر څو خلکو ته دا پیغام ورسوو چې خوست اورتوپیدي ورکشاپ کې ټولې مصنوعي اعضاوې په وړیا ډول جوړیږي د مصنوعي اعضاوو سربیره فزیوتراپي د ماشومانو( club foot ) یا دپښو کوږوالی تداوي لپاره ټول امکانات اماده کړي نور زمونږ معلولیت لرونکې وروڼه او خویندې ضرورت نلري چې کابل ته د مصنوعي اعضاوو جوړولو لپاره ولاړشي.
غونډه کې د شهیدنو اومعلولینو چارو سرپرست آمر سید محمد "نیکزاد" دیووالي ګډ کمیسیون مشرتابه مدني ټولنو د اتحادیو مشرانو، مطبوعاتو نماینده ګانو او معلولیت لرونکو وګړو کورنیو ګډون درلود.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۴۸
Background image

په کاپیسا ولايت کې پر (٢٠٠) مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کاپیسا ولایت کی د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د( ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، چې په يادو مرستو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۴۵
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او خپله دنده یې رسماً پيل کړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې، محترم قاري عبدالکریم حلیمي د تخار ولایت د شهیدانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۴۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د ننګرهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (ZFA) مرستندويه مؤسسې په همغږۍ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې درې بورې اوړه، درې بوتله غوري، وریجې. . .

BACK TO NEWS