په پروان ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۰:۱۱

په یادو مرستو کې چې خوراکي توکي، اختریزې کڅوړۍ او همداراز د یتیم ماشومانو لپاره قرطاسیه باب شامل وو، د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د اچ، اچ، آر، ډي مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې ووېشل شول. 

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عبدالاحد سعد د یادې خیریه مؤسسې له مرستو او همکارۍ څخه مننه وکړه، او له نورو خیریه بنسټونو او مؤسساتو یې وغوښتل چې د دې اړمن قشر لپاره لا زیاتې مرستې برابرې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۵:۲۸
Background image

په لوګر ولایت کې اتیا (۸۰) تنو مستحقو معلولینو ویلچرونه ترلاسه کړل

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند اتیا (۸۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل، همداراز هر مستحق سره یو اندازه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۹:۳۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ولایتونو د همغږۍ او انسجام آمریت لپاره نوی آمر معرفي شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د لزوم دید او حکم پر اساس محترم مولوي عبدالله د دفتر ریاست اړوند د ولایتونو د همغږۍ او انسجام آمریت د نوي آمر په توګه، د دې وزارت د مالي او اداري. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۹:۲۶
Background image

په پروان ولایت کې (۷۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل شول

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د  (HHRD)خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۷۰) تنو مستحقو. . .

BACK TO NEWS