په پروان ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش
په یادو مرستو کې چې خوراکي توکي، اختریزې کڅوړۍ او همداراز د یتیم ماشومانو لپاره قرطاسیه باب شامل وو، د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د اچ، اچ، آر، ډي مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې ووېشل شول.
د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عبدالاحد سعد د یادې خیریه مؤسسې له مرستو او همکارۍ څخه مننه وکړه، او له نورو خیریه بنسټونو او مؤسساتو یې وغوښتل چې د دې اړمن قشر لپاره لا زیاتې مرستې برابرې کړي.