په ټولنه کې د یتیمانو حقوق،ليکوال: مفتي فيصل

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۱:۲۹
mmd

د شریعت په اصطلاح یتیم هغه چاته ویل کېږي چې بلوغ ته له رسېدو مخکي یې پلار  مړ شوی وي برابره خبره ده که غریب وي او که مالداره، د فقهې مشهورو علماء کرامو لکه عبدالله بن محمود او علامه ابن نجیم رحمهم الله په خپلو کتابونو کې همدا ډول تعریف کړی : والیتیم کل من مات ابوه ولم یبلغ الحلم غنیا کان اوفقیرا (( الاختیار لتعلیل المختار ۸۰/۵  البحرالرائق  ۵۱۲/۸))

همدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: چې له بلوغ وروسته یتیم والی نشته یعني کله چې یو څوک ځوان او بالغ شو بیا دغه کس  ته یتیم ویل صحیح نه دي.

لایتم بعدالاحتلام(  ابوداود ۱۱۵/۳)

په عامه توګه یتیم د خپل پلار له شفقت، مهرباني، مینې، او الفت څخه محروم او  د خپلو خپلوانو اود ټولنې د مهرباني او شفقت محتاج وي  د پلار شتون د اولادونو لپاره حفاظت، امن، محبت او د رحمت باعث وي  د یوې کورنۍ  مشر  او پلار د خپلې کورنۍ لپاره د یوې سیوري لرونکې ونې او د یو ښه ساتونکي او ډال حیثیت لري نو پلار د خپلو اولادونو د نفقې، کفالت، ساتنې او تربـــیې لپاره خپل ځان قرباني کوي او ډول  ډول تکلیفونه، ستونزې په ځان تېروي ترڅو بچیان يې په راحت او سوکالي سره خپل ژوند تېر کړي 

د پلار په مرګ سره د یتیمانو د سر سیوري ختم  او ټوله کورنۍ د نورو خلکو محتاجه شي، په داسې حالت کې یتیمانو ته خپل نژدې خپلوان پردي او سترګې بدلې کړي ګاونډیان ورته سپک نظر کوي  ځیني  سخت زړه لرونکي خلک د یتیمانو مال جایداد ته سترګې پټې  کړي او په بېلا بیلو بهانو د دوی په مالونو حملې شروع کړي وي همدا راز د پلار په مرګ سره په معصومو یتیمانو د ظلم او ستم داسې لړی شروع شي چې هیڅ پای نه لري.

یتیم ماشومان په ځانګړي توګه د عاطفې او ذهني فشار سره مخ کېږي ځکه چې هغوی د پلار ملاتړ له لاسه ورکړی دي دا د هغوی په رواني وضعیت کې ژور تاثیر کوي چې په راتلونکي کې ددوی پر ټولنیز او اخلاقي ژوند اغیزه کوي، یتیمان معمولاً د کورنۍ او ټولنې د افرادو لخوا کم ملاتړ ترلاسه کوي او دا د هغوی په شخصیت کې منفي بدلونونه راولي، په ډېرو ټولنو کې یتیمان د اقتصادې ستونزو سره مخ کېږي، پلار له لاسه ورکول یتیم ماشومان د هغه مالي ملاتړ څخه بې برخې کوي چې د دوی د ژوند د اړتیاوو لپاره مهم وي، ډېري یتیمان مجبورېږي چې کار وکړي او خپلې اقتصادي اړتیاوي په خپله پوره کړي چې دا د دوی تعلیمي او ذهني پرمختګ ته لوی خنډ جوړيږي

متاسفانه زمونږ په ټولنه کې اوس مهال د هغو کورنیو شمیر ډېر زیات دی  چې پلار به یې په ډېر ناز او مینې سره د خپلو اولادنو پرورش او تربیه کوله د دوی هره خبره به یې منله تر څو دوی خوشحاله او ښه سوکاله ژوند ولري کله  چې یې پلار  مړ شي د پلار د مرګ سره سم د نورو خپلوانو په سرپرستي کې د همدغه نازولو یتیمانو ژوند له غلامانو هم بدتر شي ان تردې چې ځینې یې له ډېر ظلم او ستم څخه له کوره وتښتي او ځیني نور بیا په همدغه کور کې هره ورځ او شپه په سرو سترګو سبا کوي دا د الله جل جلاله له لوري په مسلمانانو یو ډول امتحان او ازمویښت وي  چې په کې څوک کامیاب او ځيني نور ناکام شي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: په مسلمانانو کې تر ټولو غوره کور هغه دی، چې له یتیم سره په کې ښه چلند کېږي او تر ټولو بد کور هغه دی چې له یتیم سره په کې ناوړه چلند کېږي. ( ابن ماجه. 2/1213)

له شک پرته  د اسلام مبارک دین  د ټولنیز ژوند د انسانانو د عزت وقار او حقونو  ساتونکی او په خاصه توګه د یتیمانو د حقونو یادوونه او سپارښتنه کړې  الله جل جلاله په قران کریم کې له شلو زیاتو ځایونو کې د یتیم په موضوعاتو اړوند احکامات نازل کړي همدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم هم په ډېری حدیثونو کې د یتیم د کفالت او تربیت باندې  د ډېر اجر او ثواب او عزت بشارت او زیری ورکړی دی.

له یتیمانو سره مالي کومک:

د اسلام په مبارک دين کې د یتیمانو پالنه یو لوی فضیلت ګڼل کېږي د قران کریم او احادیثو په رڼا کې له یتیمانو سره مرسته کول او د هغوی حقوق خوندي کول د هرمسلمان ذمه واري ده،  د یتیم له حقونو سرغړونه په اسلام کې یوه لویه ګناه ګڼل شوې او له هغوی سره ښه چلند کولو ته ډېر زیات ټينګار شوی دی

 همدا راز د اسلام مبارک دين په هر مالداره او شتمن شخص باندې دا لازمه کړې چې د خپل مال څخه به د یتیمانو سره مالي کومک اوامداد کوي الله جل جلاله په قران کریم کې دا سپارښتنه څوځایه کړې الله جل جلاله فرمایي:

ـ( يَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنفِقُونَ ۖ قُلْ مَا أَنفَقْتُم مِّنْ خَيْرٍ فَلِلْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ ۗ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِ عَلِيمٌ . (( البقرة : ۲۱۵)

خلک له تاڅخه پوښتنه کوي چې مونږ څه مصرف کړو ؟ ځواب ورکړه: کوم مال چې تاسی لګویۍ په خپل مور او پلار ، خپلوانو، یتیمانو، مسکینانو، او مسافرو باندې یې ولګوئ، او تاسو چې هره ښېګڼه کوی الله جل جلاله ورباندې خبر دی. ( البقرة : ۲۱۵)

بل ځای الله جل جلاله فرمايي:

وَآتَى الْمَالَ عَلَىٰ حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّائِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ ( البقرة : ۱۷۷)

ژباړه :  خپل ګران مالونه په خپلو خپلوانو، یتیمانو، مسکینانو، مسافرو، سوالګرو او د مریانو په آزادولو مصرف کړي.

همدا راز د انفال په سورت کې الله جل جلاله فرمايي:

وَاعْلَمُوا أَنَّمَا غَنِمْتُم مِّن شَيْءٍ فَأَنَّ لِلَّهِ خُمُسَهُ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ إِن كُنتُمْ آمَنتُم بِاللَّهِ وَمَا أَنزَلْنَا عَلَىٰ عَبْدِنَا يَوْمَ الْفُرْقَانِ يَوْمَ الْتَقَى الْجَمْعَانِ ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ( انفال: ۴۱)

ژباړه: او تاسو ته دي معلومه وي چې د غنیمت څه مال چې تاسو په لاس راوړی دی، د هغه پنځمه برخه د الله جل جلاله، د هغه د پیغمبر صلی الله علیه و سلم، د خپلو خپلوانو، د یتیمانو، د مسکینانو، او د مسافرو لپاره دی.

له یتیمانو سره مالی کومک کول یو مهم عبادت ګڼل کېږي او د یتیمانو د مالي ملاتړ لپاره بېلا بېلې شرعي لارې او موارد شته لکه :

یتیمانو ته زکات ورکول

یتیمان که بېوزله وي د زکات مستحق دي، په شریعت کې زکات ورکول یو فرض عبادت دی، او هغه څوک چې مال یې د زکات نصاب ته رسېدلی وي، باید د نورو بېوزلو په ګډون یتیمانو ته هم زکات ورکړي. الله تعالی فرمایلي دي: انما الصدقات للفقراء والمساکین  ( التوبة : ۶۰)

په دې ایت کې المساکین د هغو خلکو لپاره هم کارول کېږي چې هيڅ ډول مالي وسایل ونه لري، او که یو یتیم چې د دې ځانګړتیاوو درلودونکی وي، نو هغه ته زکات ډېر اجر او ثواب لري.

صدقه ( خیرات)

صدقه یا خیرات ورکول په اسلام کې یو غوره عمل ګڼل کېږي او د نیکی او رحمت یوه مهمه برخه ده، له یتیمانو سره په اختیاري ډول مالي مرسته او یا خیرات ورکول د ثواب کار دی

وقف:

وقف ( د خیر لپاره د مال وقف کول) یوه بله شرعي لاره ده، که څوک ځمکه، کور یا بله شتمني د یتیمانو لپاره وقف کړي نو هغه شتمني به د یتیمانو د اړتیاوو لپاره مصرف کېږي،او د دې عمل اجر به د تل لپاره پاتي وي. او صدقه جاریه به وګرځي.

عطیه او هبة

له یتیمانو سره مرسته د هبې یا عطیې په بڼه هم کېدلای شي،که یو څوک یتیمانو ته خپل مال په هبه  د مالي مرستې په توګه ورکړي، نو دا هم یو غوره عمل دی، او د هغوی د مالي ملاتړ یوه مهمه لار ده.

له پورتنیو ایاتونو څخه معلومېږي چې باید هر مسلمان د یتیم سره مالي کومک او امداد وکړي لاسنیوی یې وکړي د خوراک څښاک او د استوګنې ترتیب ورته برابر کړي ځکه چې له یتیم سره مالي کومک او مرسته کول ډېر اجر او ثواب لري.

له یتیمانو سره ښه چلند کول

له یتیمانو سره د ښه چلند معنی دا ده چې چې له دوی سره هم داسې چلند وکړې څرنګه یې چې د  خپلو خاص بچیانو او اولادونو سره کوي ، د دوی د تعلیم، تربیې، خوراک، څښاک، او نورو ضرورتونو او اړتیاوو خیال وساتي، له دوی سره د میني او محبت ډکې خبرې وکړي په دوی باندې شفقت وکړي د دې لپاره چې یتیم د خپل پلار د نشتون احساس ونکړي، داسې یتیمان چې د پلار سیوری  پر سر نه لري له دوی سره ښه چلند او ښه رویه کول جنت ته د داخلیدو ذریعه ده، خپله زمونږ ګران پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم د یتیمي په حالت کې دنیا ته سترګې غړولي وي  حافظ ابن کثیر رحمه الله په خپل کتاب کې د ډيری علماء کرامو اقوال رانقل کړي او فرمايي:

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مور په خيټه وو پلار یې عبدالله وفات شو.  ان امه حین حملت به توفی ابوه عبدالله وهو حمل فی بطن امه علی المشهور( البدایة والنهاية: ۲۶۳/۲)

د ځينو نورو علماء کرامو په اند باندې رسول الله صلی الله علیه وسلم له پیدایښت څخه اته ویشت(۲۸)  میاشتې مخکې   یا اوه (۷) میاشتې مخکې همدا راز د ځينو نورو په اند  دوه (۲) میاشتې مخکې یې پلار له دې فانې دنیا څخه رحلت کړی وو.

(توفی عبدالله بن عبدالمطلب بعد ما اتی علی رسول الله صلی الله علیه وسلم ثمانیة وعشرین شهرا وقیل سبعة اشهر وقال محمد بن سعد: والاول اثبت انه توفی رسول الله صلی الله علیه وسلم حمل وقال الزبیر بن بکار: حدثنی محمد بن حسن عن عبدالسلام عن ابن خربوذ قال : توفی عبدالله بالمدینة ورسول الله صلی الله علیه وسلم ابن شهرین) ( البدایة والنهایة : ۲۶۲/۲)

علامه ابن اثیر رحمه الله په خپل کتاب کې د هشام بن محمد رحمه الله قول رانقل کړی هغه وایي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم له څخه اته ویشت (۲۸) ورځې مخکې یې پلار وفات شوی وو.

قال هشام بن محمد: توفی عبدالله بن عبدالمطلب ابورسول الله بعدما اتی علی رسول الله ثمانیة وعشرون یوما. (الکامل فی التاریخ: ۴۲۳/۱)

خو سهحي قول دا دی: رسول الله صلی الله علیه وسلم د مور په خيټه کې وو، یعنې مور یې حامله وه چې پلار یې وفات شو. او دا په یتیمتوب کې هغه لویه او اعلی مرتبه ده.

والذي رجحه الواقدي وکاتبه الحافظ محمد بن سعد: انه علیه الصلاة والسلام توفی أبوه وهو جنین فی بطن امه وهذا ابلغ الیتم وأعلی مراتبه( البداية والنهایة: ۲۶۳/۲)

 په قران کریم کې الله جل جلاله  خپل پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته فرمايي:

أَلَمْ يَجِدْكَ يَتِيمًا فَآوَى ﴿ الضحی ۶﴾ وَوَجَدَكَ ضَالًّا فَهَدَى ﴿۷﴾  وَوَجَدَكَ عَائِلًا فَأَغْنَى ﴿۸

ایا هغه ته یتیم پیدا نه کړې او بیا یې پناه درکړه، او ته یې دشریعت له احکامو څخه نابلد وموندلې او بیا یې لارښوونه درته وکړه. او ته یې بېوزله وموندلې او بیا یې شتمن کړې .

دلته الله جل جلاله فرمايي: مونږ سره لدېنه چې ته یتیم پیدا کړې خو بیا مو هم ستا د کفالت خوراک څښاک او سرپرستی انتظام وکړ، د لوی منصب ( نبوت) مو څښتن کړې وړاندې الله جل جلاله  په همدې سورت کې فرمايی:(فَأَمَّا الْيَتِيمَ فَلَا تَقْهَرْ )﴿۹

نو په یتیم باندې قهر مه کوه

مفسرین لیکي: چې دلته الله جل جلاله رسول الله صلی الله ته سپارښتنه کوي چې د یتیم خبر واخله پالنه یې وکړه  لکه څرنګه چې تاته الله جل جلاله د یتیمۍ په حالت کې ښه ځای درکړ نو ته هم د یتیمانو زړه خوشحاله کوه، د هستوګنې ځای ورته برابروه د خوراک څښاک اتنظام یې کوه او مه ورته په قهر کېږه.

امام مجاهد رحمه الله د دغه ایت په تفسیر کې فرمایي: چې یتیم به نه سپکوې او نه به يې بېعزته کوې. (تفسیر الطبری : ۲۴/ ۴۸۹)

همدا راز مطلق یتیم سره باید ښه رویه  نیکي  او ښه اخلاق وشي برابره خبره ده که یتیم مالدار وي او که غریب ځکه چې په قران کریم کې الله جل جلاله د احسان او نیکي امر له مطلق یتیم سره کړی او یتیم یې مقید کړی نه دی په فقر سره  الله جل جلاله فرمایي: وَاعْبُدُوا اللَّهَ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَبِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ ( نساء :۳۶)

رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو کس د زړه له سختوالي شکایت وکړ نبي علیه السلام ورته وفرمایل: که غواړي چې زړه دې نرم شي مسکین ته خوراک ورکړه او دیتیم سر مسحه کړه.

عنْ أَبِي هُرَيْرَةَ -رضي الله عنه-: أَنَّ رَجُلاً شَكَا إِلَى رَسُولِ اللهِ –صلى الله عليه وسلم- قَسْوَةَ قَلْبِهِ، فَقَالَ لَهُ: «إِنْ أَرَدْتَ أَنْ يَلِينَ قَلْبُكَ فَأَطْعِمِ الْمِسْكِينَ، وَامْسَحْ رَأْسَ الْيَتِيمِ». ( السنن الکبری: ۴/۶۰) ( مسنداحمد: ۲/۲۶۳)  ( فتح الباری: ۵/۲۵۲)

 الله جل جلاله فرمایلي : یتیما ذا مقربة (بلد ۱۵)

امام قرطبی رحمه الله د پورتني آیت په تفسیر کې فرمایي:

دا آیت کریمه مونږ ته لارښوونه کوي چې په خپلوانو باندې صدقه کول غوره ده په نورو باندې ، لکه څرنګه چې پر هغه یتیم صدقه کول غوره او بهتره دي چې هيڅ پالونکی اوسرپرست نه لري پرهغه یتیم چې پالونکی او سرپرست درلودونکی وي

يعلمك أن الصدقة على القرابة أفضل منها على غير القرابة، كما أن الصدقة على اليتيم الذي لا كافل له أفضل من الصدقة على اليتيم الذي يجد من يكفله . تفسیر القرطبی( ۲۰/۶۹)

له دې ځایه دا معلومېږي چې د خپلوانو او بې سرپرسته یتیمانو سره مرسته کول باید د مسلمان د اخلاقو یوه مهمه برخه وي ځکه دا عمل نه یوازي د مسلمان ایمان پياوړی کوي بلکې د ټولنې د کمزورو خلکو ملاتړ او یووالي ته زمینه برابروي

د شهیدانو له کورنیو سره مالي مرسته کول:

فقهاء کرامو رحمهم الله په خپلو کتابونو کې د شهیدانو مجاهدینو له کورنیو سره د بیت المال له لوري په مالي کومک ټينګار کړی دی، هغوی ویلي چې باید د شهید میرمنې او ماشومانو ته د هغه له شهادت وروسته د بسنې په اندازه مصارف ورکړل شي، تر څو مجاهدین مطمئن شي ځکه کله چې هغوی پوه شي چې له شهادت وروسته مو د اهل او عیال غم خوړل کېږي او دبیت المال له لوري ورسره کومک کېږي جهاد ته به په ښه زړه اماده شي .

وَمَنْ مَاتَ مِنَ الْمُرْتَزِقَةِ دَفَعَ إِلَى زَوْجَتِهِ وَأَوْلاَدِهِ الصِّغَارِ قَدْرَ كِفَايَتِهِمْ؛ لأَِنَّهُ لَوْ لَمْ تُعْطَ ذُرِّيَّتُهُ بَعْدَهُ لَمْ يُجَرِّدْ نَفْسَهُ لِلْقِتَال؛ لأَِنَّهُ يَخَافُ عَلَى ذُرِّيَّتِهِ الضَّيَاعَ، فَإِذَا عَلِمَ أَنَّهُمْ يُكْفَوْنَ بَعْدَ مَوْتِهِ سَهُل عَلَيْهِ ذَلِكَ. الموسوعة الفقهیة ( ۲۲/205)

ژباړه : کوم عسکر چې ووژل شي د هغه مېرمن او کوچنیو ماشومانو ته د بسنې په اندازه مصرف ورکول کېږي، ځکه که چېرته د هغه اهل او عیال ته مصرف ورنکړل شي، هغه بیا د جنګ لپاره ځان نه وزګاروي، ځکه د خپل اولاد د ضیاع وېره به ورسره وي. او که چېرته معلومات ورته وشي، چې له مرګ وروسته یې غم خوړل کېږي، بیا ورته جنګ ته وړاندې کېدل اسان وي،

وَمَنْ بَلَغَ مِنْ أَوْلاَدِهِ وَهُوَ أَعْمَى أَوْ زَمِنٌ رُزِقَ كَمَا كَانَ يُرْزَقُ قَبْل الْبُلُوغِ، هَذَا فِي ذُكُورِ الأَْوْلاَدِ أَمَّا الإِْنَاثُ فَمُقْتَضَى مَا وَرَدَ فِي « الْوَسِيطِ « أَنَّهُنَّ يُرْزَقْنَ إِلَى أَنْ يَتَزَوَّجْنَ. الموسوعة الفقهیة ( ۲۲/205)

که بلوغ ته له رسېدو وروسته یې په ماشومانو کی کوم یو ړوند او یا شل وي هغه ډول روزي به ورکول کېږي چې له بلوغ وړاندې ورکول کېده داد نارینه لپاره حکم ده، د ښځينه اولاد په اړه د امام غزالي رحمه الله له کتاب ( وسیط) څخه داسې معلومېږي چې تر هغو به مصارف ورکول کېږي تر څو چې واده شوي نه وي.

همدا راز له شک پرته د شهیدانو د یتیمانو پالنه ډېر اجر او ثواب لري خو باید د عامو مسلمانانو او یا کافرانو او له دوی سره په صف کې ولاړو  ملګرو یتیمان هم  له  پامه ونه غورزول شي ځکه چې د یتیمانو د پالنې په باب چې څومره فضائل راغلي هغه مطلق او ټولو یتیمانو ته شامل دي ، بناء باید د ټولو یتیمانو د کفالت تعلیم تربـیې خوراک څښاک ترتیب جوړ او شفقت او رحم ورباندې وشي د دوی لپاره د مالی مرستو او کومکونو په اړه باید هلې ځلي او کوششونه وشي

عبدالقدیر المناوی رحمه الله  فرمایي:

فيض القدير (1 / 108):

 وإطلاق الأخبار شامل لأيتام الكفار ولم أر من خصها بالمسلم. فيض القدير (1 / 108)

ژباړه: د احادیثو اطلاق د کفارو یتیمانو ته هم شامل دی او ما تر اوسه داسې څوک نه دي لیدلي چې دیتیم د کفالت په اړه راغلي روایات یې تر مسلمان یتیم خاص کړي وي.

بناء په افغانستان کې تقریبا د څلوېښت کلونو پرلپسې جنګونو او ناخوالو وروسته مونږ او تاسو ته په ډېر زیات تعداد سره کونډې او یتیمان را پاتي دي، داسې کورنۍ هم لرو چې د کونډو اویتیمانو شمیر یې دوه ویشت(۲۲) ته رسېږي داسي کلی ښار او قریه نه لرو چې هلته د کفارو او ملګرو لخوا یې وحشت چاپه او بمبار نه وي شوی او ګڼ شیمر هیوادوال مو نه وي شهیدان شوي دا چې اوس الحمد لله کفار او ملګري يې له شکست سره مخ او په ټول هیواد کې اسلامي نظام نافذ دی هرې خوا ته د امن فضا او څادر خپور دی. د اسلامي امارت مشرتابه د شفقت او ترحم په اساس  او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لخوا هر کال په میلیاردونو بودیجه له توپیر او تبعیض پرته د اسلامي امارت د سپېڅلو شهیدانو په کونډو یتیمانواو معلولینو، ملکي شهیدانو په کونډو یتیمانو او معلولینو او د تیرې ادارې د وژل شویو عسکرو په کونډو یتیمانو او معلولینو باندې په یوه اندازه په شفاف ډول د بانکې سیسټم له لارې وېشل کېږي. د خیریه بنسټونو او شتمنو هیوادوالو له خوا هم وخت پر وخت خوراکي  توکي، البسه او نور اړين توکې په مستحقو یتیمانو وېشل کېږي، الله جل جلاله دې وکړي چې دا ډول ترتیبونه او پروګرامونه نور هم ډېر او زیات شي او چې هر څوک له یتیمانو سره مالي او نوري مرستي کوي الله جل جلاله دې په خپل دربار عالیه کې قبولې او منظوري کړي.

تمت بالخیر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۱:۲۹
Background image

په ټولنه کې د یتیمانو حقوق،ليکوال: مفتي فيصل

د شریعت په اصطلاح یتیم هغه چاته ویل کېږي چې بلوغ ته له رسېدو مخکي یې پلار  مړ شوی وي برابره خبره ده که غریب وي او که مالداره، د فقهې مشهورو علماء کرامو لکه عبدالله بن محمود او علامه ابن. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند د شهید تر عنوان لاندې مجله چاپ شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند د "د شهید مجله" تر عنوان لاندې دوهمه ګڼه مجله چاپ شوه. یاده مجله د دې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له لوري ترتیب او ډیزاین شوې وه، چې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۰:۱۰
Background image

په باميان ولايت کې پر (۹۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د بامیان ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست پر (۹۵۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو مرستې، چې په هغه کې اوړه او غوړي شامل وو، او د یاد ولایت د والي محترم الحاج. . .

BACK TO NEWS