د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په سمنګان او بغلان ولایتونو کې د یاد وزارت له اړوند ریاستونو د کاري بهیر څخه ارزونه ترسره کړه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د هېواد شمالي ولایتونو ته یې د سفر په ترڅ کې نن د سمنګان او بغلان ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو د کاري بهیر او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته یې د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي ارزونه وکړه.
محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند سمنګان او بغلان ولایتونو ته یې د خپل سفر اصلي موخه، د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو د کاري بهیر ارزونه، له نږدې څخه د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د وضعیت څارنه، د هغوی د ستونزو او غوښتنو اوریدل او د شهیدانو کورنېو او معلولینو سره د نغدي مرستو ترسره کول یادکړل.
محترم وزیر صاحب د سمنګان ولایت او همداراز د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار، دهنه غوري، بُرکې، نهرین، مرکزي بغلان، تاله او برفک او دوشي ولسوالېو د فدایانو له کورنېو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واوریدې او هغوی سره یې نغدي مرستې هم ترسره کړې.
د یادونې وړ ده چې په دې سفر کې د دې وزارت د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش، د خاصو شهیدانو آمر محترم مولوي محمد، د ډېټابېس او معلوماتو رياست د پروژې مالي مسؤل محترم مولوي شبیر احمد خادم د محترم وزیر صاحب ملتیا کوي.