د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په سمنګان او بغلان ولایتونو کې د یاد وزارت له اړوند ریاستونو د کاري بهیر څخه ارزونه ترسره کړه

nasrat_admin
Thu, Aug 29 2024 9:14 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د هېواد شمالي ولایتونو ته یې د سفر په ترڅ کې نن د سمنګان او بغلان ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو د کاري بهیر او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته یې د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي ارزونه وکړه.

محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند سمنګان او بغلان ولایتونو ته یې د خپل سفر اصلي موخه، د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو د کاري بهیر ارزونه، له نږدې څخه د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د وضعیت څارنه، د هغوی د ستونزو او غوښتنو اوریدل او د شهیدانو کورنېو او معلولینو سره د نغدي مرستو ترسره کول  یادکړل.

محترم وزیر صاحب د سمنګان ولایت او همداراز د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار، دهنه غوري، بُرکې، نهرین، مرکزي بغلان، تاله او برفک او دوشي ولسوالېو د فدایانو له کورنېو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واوریدې او هغوی سره یې نغدي مرستې هم ترسره کړې.

د یادونې وړ ده چې په دې سفر کې د دې وزارت د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش، د خاصو شهیدانو آمر محترم مولوي محمد، د ډېټابېس او معلوماتو رياست د پروژې مالي مسؤل محترم مولوي شبیر احمد خادم د محترم وزیر صاحب ملتیا کوي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS