د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه جوړه شوه

farahmand_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۷ - ۹:۴۱
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید اخند په مشرۍ او د یاد وزارت د مرستیالانو او د اړوندو ادارو رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

دا غونډه د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په ننۍ غونډه کې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د باالمقطع  کارکوونکو د ګمارنې، همدارنګه  د هغو معلولیت لرونکو  وګړو په اړه چې له دوه ځایونو څخه معاش او امتیاز اخلي (هم په نورو ادارو  کې په دندو ګمارل شوي او هم د دې وزارت د حقوقو او امتیازاتو څخه برخمن دي) بحث وشو، او همدا ډول په وزارتونو کې د قانون، مقرراتو او کړنلارو  د بیا کتنې په اړه د ښاغلي امیرالمومنین د حکم  په اساس چې د بیا کتنې په اړه راپور چمتو شي، خبرې اترې وشوې.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند د امیرالمومنین د هغه فرمان په اساس چي په ( ټولو وزارتونو  کې قانون، مقررې او کړنلارې  باید وڅیړل شي) په اړه خبرې وکړې او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې  راپور د چمتوالي په موخه یې یو پلاوی وټاکه.

همدارنګه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو  رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي هم د مالیې وزارت لخوا د باالمقطع کارکوونکو د منظورۍ  په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د وزارت له اړتیاو سره سم به باالمقطع  کارکوونکي وګمارل شي.

د غونډې په پای کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي شیخ عبدالحکیم حقاني  وویل، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په نوي تشکیل کې به باالمقطع کارکوونکي په دندو نه ګمارل کیږي، هغه همدارنګه د برېښنايي پیژندپاڼو د وېش بهیر په چټکتیا هم ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS