په ميدان وردګو ولايت کې د ولايتي ادارو ترمنځ د همغږۍ (PDSCG) ګروپ جوړ شو

sadiq_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۰ - ۱۶:۲۳
s

په ميدان وردګو ولايت کې د ولايتي ادارو ترمنځ د همغږۍ (PDSCG) ګروپ جوړ شو

د ميدان وردګو ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د سويډن کميټې په همکارۍ د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته پر وخت د رسيدنې او غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د اړونده ولايتي ادارو ترمنځ د همغږۍ (PDSCG) ګروپ جوړ شو.

په دغه ناسته کې چې د ولايت مقام، اړونده سکتوري رياستونو او د معلوليت لرونکو وګړو مدني بنسټونو استازو ګډون درلود، ټينګار وکړ چې د ولايتي همغږۍ لپاره د ګروپ شتون اړين دی او د شته ستونزو او خنډونو د هواري لپاره همغږي او ګډکار ته جدي اړتيا ده.

يادې کميټې د چارو د لا ښه والي په پار، خپلمنځي اداري هيئت هم وټاکه، تر څو اړونده چارې تعقيب او ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۴:۴۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۳۵) تنو مستحقو کسانو باندې د زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولینو او یتیمانو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ، (۳۵) تنه مستحق یتیمان او معلولین د زرنج نقلیه وسایطو څخه برخمن کړل،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۲:۲۱
Background image

په خوست ولایت کې (۸۰) معلولینو ویلچرونه ترلاسه کړل

د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د  (۸۰) تنو معلولینو سره د ویلچرونو سربېره، یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

هغو معلولینو چې ویلچرونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۲:۲۰
Background image

په بلخ ولایت کې پر (۶۰) تنو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل شول

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۶۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه کې وویشل. سربېره پر دې،. . .

BACK TO NEWS