د 2020 جينوا کنفرانس د ژمنو د کاري پلان پلي کولو لپاره، د تخنیکي کمیټې غونډه جوړه شوه

sadiq_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۲ - ۱۳:۱۴
قث

د 2020 جينوا کنفرانس د ژمنو د کاري پلان پلي کولو لپاره، د تخنیکي کمیټې غونډه جوړه شوه

نن يکشنبه د غويي په ۱۲مه، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیالې او د وزارت سرپرستې آغلې صبرۍ اندړ په مشرۍ، د 2020 جينوا کنفرانس د ژمنو کاري پلان پلي کولو لپاره د تخنیکي کمیټې غونډه وشوه او د وزارت کاري تګلوري ته په کتو يې په یاد کنفرانس کې د شويو ژمنو د پر وخت او اغيزناک عملي کولو په تړاو خبرې وکړې.

آغلې اندړ ټینګار وکړ، چې په جينوا کنفرانس کې د شويو ژمنو په ګټوره توګه او پر وخت پلي کیدو لپاره بايد یو منظم او دقیق پلان چمتو شي، کوم چې د دې وزارت له اصلي او فرعي فعالیتونو او کاري چاپيريال سره سمون ولري.

هغې څرګنده کړه، چې د نړیوالې ټولنې مرستې د تل په څېر مشروطې دي او په دې برخه کې ژمنو او شرطونو ته په کتو د لازمو اجرااتو ترسره کولو ته مهمه اړتيا ده.

په پای کې آغلې اندړ ټاکلې کمېټې ته لارښوونه وکړه، چې په هرو دریو اونیو کې د په دې تړاو تخنیکي ناسته کوي، ترڅو د خپلو مکلفیتونو او شته خنډونو د لرې کولو او په هکله یې د راپور چمتو کولو په اړه بحثونه وکړي.

د نوموړې په خبره، چې په دې توګه به په راپور کې د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو رول، وړاندیزونه او غوښتنې په سمه بڼه انعکاس شي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۳:۱۲
Background image

د پکتيا ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست له لوري ټاکل شوي پلاوي د دې ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې د یتیمانو او معلولینو د کور په کور د تصفیې پروسه پیل کړه

د یتیمانو او معلولینو د تثبیت او ثبت په پروسه کې د لا شفافیت د رامنځته کولو په موخه په مرکز او ولايتونو کې د بررسۍ او تصفیې ټاکل شوي ټیمونه د هغوی کورونه له نږدۍ بررسي کوي تر څو واقعي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۲:۷
Background image

په کنړ ولايت کې (۲۵۰) مستحقو کورنېو باندې خوراکي توکي وویشل شول

د کنړ ولايت په شیګل ولسوالۍ کې د (HHRD) مؤسسې له لوري او د دې ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست په همغږۍ پر (۲۵۰) مستحقو کورنېو باندې خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۸:۱۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ملاتړ صندوق د طرزالعمل د ترتيبولو په موخه ټاکل شوې کمېټې غونډه ترسره کړه

د یتیمانو او معلولینو د ملاتړ صندوق د طرزالعمل د ترتيبولو په موخه ټاکل شوې کمېټه چې څه موده وړاندې جوړه شوې وه، نن یې د دې وزارت د بشري سرچینو په رياست کې غونډه ترسره کړه.

په یاده. . .

BACK TO NEWS