په کنړ ولایت کې پنځوس (۵۰) معلولیت لرونکو وګړو ویلچرونه ترلاسه کړل
یاد ویلچرونه د یوې خیریه مؤسسې له لوري د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ پر پنځوس (۵۰) مستحقو معلولینو باندې وویشل شول، په ورته وخت کې هر معلول ته زر (۱۰۰۰) افغانۍ د لارې کرایې لپاره هم ورکړل شوې.
د یادو ویلچرونو د ویش پر مهال د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عبیدالله حقاني د وزارت له رهبرۍ او د خیریه مؤسسې له مسؤلینو څخه مننه وکړه چې د دې ځوریدلي او اړمن قشر سره یې مرسته ترسره کړه.